د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته ورسېد


هرات کې روغتیايي کارکونکي د مشکوکو کسانو د ټیسټ اخیستو پرمهال- ارشیف
هرات کې روغتیايي کارکونکي د مشکوکو کسانو د ټیسټ اخیستو پرمهال- ارشیف

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه ۳۹۲ روغتیايي کارکونکي په کرونا ويروس اخته شوي دي.

‎د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايی، په افغانستان کې د کرونا ويروس خپرېدل چټک شوي.

‎د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: ‎"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۹ سمپلونو څخه چې ټېسټ شوي ۲۵۳ مثبې پېښې دي، څلور په کابل ، ۷۱ په هرات کې، ۴۱ په کندهار کې او ۳۹ په ننګرهار ولایت کې دي ، همداراز زموږ ۳۹۲ صحي کارکونکي هم په دې ویروس اخته شوي چې د وزارت لپاره د اندېښې وړ خبره ده."

‎ښاغلی مجروح وايي، له تازه شمیرو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته پورته شو.

‎د نوموړي په خبره، د کرونا وایروس په افغانستان کې که روغتیايي لارښوونو ته په سمه توګه پاملرنه ونشي هېڅ څوک ترې خوندې نه پاتې کېږي.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د ‎کرونا ویروس له امله د اخته شویو ډاکټرانو په اړه هم اندېښمن دی.

‎په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري اندېښنې پر ځای بولي او وايي، که خپله ډاکټران خپل ځان ته جدي پاملرنه ونه کړي پایلې یې خطرناکه دي.

‎ډاکټر ذبیح الله ستانکزی ازادي راډیو ته وايي: ‎"زموږ ډاکټران باید د روغتیا نړیوال سازمان لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي او بله خبره دا ده هغه کوم محافظتي توکي چې لازم دی باید په نظر کې ونیسي د دې لپاره چې ډاکټران د دې ویروس سره په لومړۍ کرښه مبارزه کوي."

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دا مهاله د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۶ روغتیايي کارکونکي د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG