د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

امنیت شورا: طالبانو د روژې لومړۍ اوونۍ کې ۱۷ ملکیان وژلي او ۴۹ ټپیان کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د روژې لومړۍ اوونۍ کې د طالبانو له‌خوا په ترسره شویو بریدونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه شورا وايي چې په دې بریدونو کې په لسګونه ملکیان ټپیان شوي هم دي.

خو طالبان وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته د دوی بریدونه ۴۰ سلنه کم شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۴» ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو وروستي بریدونه ښیي چې دوی سولې ته ژمن نه‌دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

نوموړي په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي: "وسله‌والو طالبانو د روژې لومړیو اوو ورځو کې ۱۷ تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي. د دوی دغه عمل د دې ښکارندویي کوي چې سولې ته قوي عزم او اراده نه‌لري، د سولې پروسه کې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې وسله‌وال طالبان افغان وژنه ودروي او سمدستي دوامداره اوربند باندې هوکړه وکړي."

په ورته وخت کې د بریتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې هم تېره ورځ یعنې د مې په دوهمه لیکلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې وروسته طالبانو هره ورځ په اوسط ډول ۵۵ بریدونه کړي دي.​

افغان سولې په اړه د امریکايي ځواکونو او طالبانو د ویاندویانو بحث

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او د بریدونو د ډېرېدو راپورونه رد کړي. ښاغلي مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل د تېر په پرتله ۴۰ سلنه بریدونو کې کمښت راغلی دی.

همداراز د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګېټ هم تېره ورځ په طالبانو غږ کړی چې تشدد کم کړي.

ښاغلي لګېټ په خپله ټویټرپاڼه طالبانو ته د ګواښ په ډول لیکلي "حملې د حملو سبب کېږي او زغم د زغم، که چېرې تشدد کم نه‌شي، نو ځواب به‌یې ورکړل شي."

د امریکایي ځواکونو ویاند په خپل ټويټ کې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تګ کړی.

ښاغلي مجاهد د لګېټ په ځواب کې لیکلي چې د جوړجاړي لاره د دوحې د هوکړې په پلي کېدو کې ده.

د پوځي چارو یو شمېر پوهان بیا وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د دواړو لورو له‌خوا تر پښو لاندې شوې چې له همدې امله د تاویریخوالي کچه‌یې لوړه کړې ده.

د پوځي چارو پوه عبدالباري عارض د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د جګړې شدت د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه نه‌شي زیانمنولی، خو د هوکړې موارد پلي کول به اوربند او تل‌پاتې سولې ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړه: "دا چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي لامل‌یې دا دی چې د دوحې له هوکړې دواړو لورو سرغړونه کړې ده، طالبانو بریدونه زیات کړي او امریکا هم هغه ژمنه چې په ۱۰ ورځو یا یوه هفته کې به‌یې پنځه زره بندیان خوشې کوي نه‌ده عملي کړې."

افغان حکومت له دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند غوښتنه کړې، خو طالبان وایي چې امریکا دې د دوی سره د شوې هوکړې مواد عملي کړې، ترڅو بین‌الافغاني خبرې پیل او اوربند ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

ازاد شوي طالبان
ازاد شوي طالبان

تر دې دمه د افغانستان حکومت له‌خوا د طالبانو ۶۵۰ بندیان او د طالبانو له‌خوا د افغان حکومت زرو بندیانو له ډلې ۱۱۴ بندیان خوشې شوې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG