د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د چرنوبل غمیزه څه وه؟


چرنوبل غمیزې په یاده غونډه- ارشیف
چرنوبل غمیزې په یاده غونډه- ارشیف

نن د اپریل ۲۶ مه، د چرنوبل د اټومي غمیزې ۳۴مه کلیزه ده.

ملګري ملتونه وایي، د دې پیښې څه باندې درې لسیزې تېرې شوي، خو لا یې هم ناوړه عواقب پر ځای پاته دي.

۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۶ کال د اپریل په ۲۶مه په اوکراین کې د چرنوبل اټومي بټۍ دننه یو ري اکټور وچاودېد چې یوه برخه یې د اور لمبه شو.

له دې پېښې سره د راډیو اکتیف زرې او بڅرکي د زرګونه مترو په واټن د روسیې، اوکراین او بلاروس هوا ته پورته شول، هغه زهرجنې زرې چې ژوند او چاپیریال ته ګواښ پېښوي او زیان یې د اوږده وخت لپاره محسوس وي.

پخواني شوري اتحاد د پېښې په لومړۍ ورځ نه منله چې کومه غیر عادي پېښه دې شوې وي، خو د پېښې په دویمه شپه یې یوه اعلامیه ورکړه او تايید یې کړه چې د چرنوبل د څلورو سایتونو له ډلې یوه صدمه لیدلې.

هغه مهال وویل شول چې دې پېښه کې د ۳۰ په شاوخوا کې کسان وژل شوي دي، خو لویدیځو رسنیو وویل چې له پېښې وروسته ۲ زره کسان مړل شول، دا شمېرې رسما تایید نه شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۶ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د اپریل ۲۶مه یې د چرنوبل پېښې د اغېزو یاد ته ځانګړې کړه.

سږ کال ملګري ملتونه د چرنوبل د پېښې یاد داسې مهال کوي چې د چرنوبل بټۍ دېرش کیلومترۍ کې تازه اور لګېدلی دی.

له دې سره داسې اندېښنې شته چې ممکن دا اور اوږد شي او بیا له دې اټومي بټۍ نه د راډیو اکتیف شعاوې خپرې شي.

ملګرو ملتونو ویلي، په زیانمنې شوې سیمه کې پرمختګ شوی، خو د دوی په اعلامیه کې راغلي، هلته ډېر نور کارته اړتیا شته.

په ۲۰۱۹ کال کې د زیانمن شوي ري اکټور پر سر یوه محافظتي پروژه پلې شوه چې ملګرو ملتونو د پام وړ کار بللی دی.

پر دغې پروژې یا د خوندیتوب پر دیوال څه باندې دوه میلیارده ډالر ولګېدل چې ۴۲ مرسته کوونکو هېوادونو یې لګښت پر غاړه واخیست.

ملګرو ملتونو ویلي، له اټومي زرو د خوندیتوب په چارو کې دا تر ټولو لویه پروژه وه چې د نړیوالو په همکارۍ ترسره شوه.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې د بلاروس، روسیې او اوکراین له حکومتونو سره په ګډه له چورنوبل پېښې د زیانمنو شویو کسانو مرسته کړې ده.

د چرنوبل د یاد په اړه د ملګرو ملتونو په سږنۍ اعلامیه د هغه لوی اور یادونه نه ده شوې چې دې بټۍ ته په دیرش کیلومتري واټن کې لګېدلی و.

له پېښې را وروسته دا تر ټولو ستر اور تېره اونۍ ګول شو، خو هلته چارواکو ویلي، شاوخوا واړه اورونه لا هم بلېږي.

د همدې میاشتې په پيل کې چرنوبل ته نژدې یوه ځنګله کې د بل شوي اور یوه ویډیو هم خپره شوه.

له دې سره د چاپیریال ساتنې ادارو خبرداری ورکړ چې ممکن په راډیو اکتیف شعاوو د ککړو ونو په سوځېدو دا زرې بیا خپرې شي.

د اټومي انرژي نړیوالې ادارې د اپریل په ۲۴ مه وویل، د اوکراین له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، له بل شوي اوره د انسانانو روغتیا ته ګواښ نه پېښېږي.

اوکرایني چارواکو دغې ادارې ته ویلي، هلته د راډیو اکتیف شعاوو غلظت دومره نه دی چې چاته زیان واړوي.

XS
SM
MD
LG