د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

اوکراین نن د اټمي ناورین ۳۰مه کلیزه لمانځي


اوکراین نن د چرنوبل د اټمي ناورين ۳۰مه کليزه لمانځي.

دغه هېواد د نړۍ تر ټولو لویې ملکي اټمي پېښې د قربانيانو درناوي ته يو شمېر يادغونډې جوړوي.

د پېښې د کليزې په ياد په اوکراین کې سهار وختي زنګونه ووهل شول.

له هغه راهيسي ۳۰ کاله وشول چې لومړۍ چاودنې د هغې ودانۍ چت والوزاوه چې په کې اټمي ري ايکټور پروت وو.

له چاودنې سره د راډيو اکټيف موادو لوخړه په هوا کې اوچته شوه چې د روسيې، بېله روس او شمالي اروپا تر سرحدونو واوښتل.

په سلاوتيخ ښار کې د شپې له خوا ياد غونډې جوړې شوې.

دا هغه ښار دی چې د چرنوبل له ناورين وروسته د بې ځايه شويو کارکوونکو د اوسېدو لپاره جوړ شو.

د اوکراين ولسمشر پترو پوروشنکو نن د اټمي برېښناکوټ سره نږدې په مراسمو کې برخه واخيسته او د پېښې له قربانيانو سره یې تر لیدو وروسته وويل، دغه پېښه له روسيې څخه د اوکراین په ازادېدو کې ونډه لري:

"چرنوبل تر هر څه مخکې د شوروي اتحاد په ماتېدو کې ونډه لرله او د یوه اپوزيسيون په رامنځته کېدو کې يې ونډه لرله چې د امپراتوري ځواکونو پر ضد وو او موږ یې خپلواکي ته نږدې کړو."

چرنوبل ته نږدې د راډيو اکټيفتي کچه اوس هم ډېره لوړه ده.

د ۲۰۱۰میلادي کال راهيسي د وران شوي ري ايکټور شا او خوا کار روان دی چې دغه ځای بند شي او ويل کېږي چې په دغه ځای کې دوه سوه ټنه يورانیم اوس هم شته.

داسې بېره هم شته، که د ري ايکټور بله برخه ويجاړه شي، ښايي د راډیو اکټيف موادو يوه بله وريځ په هوا کې لوړه شي.

XS
SM
MD
LG