نړۍ
اوکراین: د چرنوبل ورانو شویو اټمي تاسیساتو ته نږدې اور لګیدلی
د اوکراین د اور وژنې کارکوونکې د هغه اور د وژنې او مهارکولو هڅې کوي چې تیره شپه د چرنوبل ورانو شویو اټمي تاسیساتو ته نږدې ساحه کې لګیدلی دی.
د اوکراین د عاجلو چارو اداره وایي، د اور د مړکولو لپاره چې شاوخوا ۱۳۰ هکټاره ساحې ته پراخ شوی، ۱۲۰ تنه اور وژونکې، یو شمېر لارۍ او الوتکې استول شوي دي.
دا نه ده معلومه چې اورد چورنوبل د ۱۹۸۶ کال اټمي ککړې سیمې ځینو برخو ته رسیدلي او کنه.
چرنوبل هغه مهال د نړۍ ترټولو ناوړه اټمې چاودنه وه.
د تیرې شپې اورلګیدنه په اوکراین کې دوهمه ستره پیښه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکرايني چارواکي: روسيې د اوکراين د انرژۍ پر يوشمېر تاسيساتو بريدونه کړي
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د پلازمېنې کییف په ګډون د خارکییف او اودیسا د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړې دي.
د اوکراین د انرژۍ وزیرې جرمني ګالوشینکو نن (د نوامبر ۲۸مه) پر ټولنیز رسنیو ویلي: " یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، د دښمن تر برید لاندې دي."
د هغې په خبره، دې بریدونو د برېښنا ملي شبکه اړ کړې چې، د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګه معرفي کړي.
د برېښنا د پرې کېدو بېړنۍ څانګې چې په بېړني ډول ښارونو ته برېښنا ورکوي، لهدې وړاندې په کییف، اودیسا، دنیپرو او دونیتسک کې فعالې شوې وې.
د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دا بریدونه پهداسې حال کې دي، چې پهدې هېواد کې د تودوخې درجه صفر سانتي ګراد ته راښکته شوې ده.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، روسیه په هر ژمي کې د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.
بل پلو، د اوکراین پوځ نن پر ټلېګرام چینل په یو پیغام کې په ټول اوکراین کې د هوايي او توغندیزو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
د امنيتي همکارۍ په موخه د اوکراين دفاع وزير جنوبي کوريا ته تللی
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلینسکي وايي، له جنوبي کوریا سره د دغه هېواد دفاع د وزیر رستم عمروف خبرې د اوکراین او جنوبي کوریا ترمنځ پر امنیتي همکاریو متمرکزې وې.
نوموړي ويلي، دغه خبرې د اوکراین پر خلاف د روانې جګړې پر مهال په روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په رڼا کې وشوې.
زيلینسکي پرون ویلي، چې عمروف د ده په لارښوونه، پهدې جګړه کې د شمالي کوریا د دخالت په باب د بحث لپاره جنوبي کوریا ته تللی دی، څو دا وڅېړي چې د دواړو ملتونو او سیمو د خوندیتوب لپاره په ګډه څه کولی شو.
تر دې مخکې عمروف ویلي وو، چې د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول سره یې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې کړې دي.
د اوربند له موافقې سره سره اسراييل د حزبالله د اووه وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی
د اسرايیل وسلهوالو ځواکونو د لبنان د حزبالله ډلې د اوو جګړه مارو د وژلو خبر ورکړ.
دغو ځواکونو ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې دغه وسلهوال پرون د اوربند له موافقې سرهسره وژلي دي.
د حزبالله او اسرايیل ترمنځ دغه موافقه له پرون چهارشنبې نافذه شوه.
د اسرايیل د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي، په سیمه کې د دغو جګړه مارو حضور له موافقې څخه سرغړونه وه او د اوربند له موافقې هره موافقه به په ډزو سره ځوابېږي.
د اوربند د موافقې لهمخې باید د حزبالله ځواکونه د لیتاني سیند چې د اسرايیل او د لبنان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له څنډو ووځي.
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې لس ورځنی اوربند وشو
جرګې پرېکړه وکړه چې، سر له ننه به شیعه او سني وسلهوال له مورچو راکوزیږي او پر یوه بل به ډزې نهکوي.
چارواکي وایي چې، دواړه لورې به د یوه بل برمته شوي کسان خوشې کوي، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ به د لارې د پرانیستلو چارې څه وخت ونیسي.
په کورمه کې د دولتي چارواکو په وینا د نومبر له یوویشتمې راپهدې خوا د فرقهيي شخړو له امله ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ ټپيان شوي دي.
په کورمه کې تر دې مخکې هم د شیعهو او سنيانو ترمنځ جګړې شوې دي، خو سږکال دې جګړو زور اخیستی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا سږکال د جولای او اکتوبر ترمنځ په دې سیمه کې د فرقهيي شخړو پرمهال ۷۹ کسان وژل شوي وو.
د کرکټ نړيواله شورا سبا د اتلانو جام پر برخليک خبرې کوي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیواله شورا سبا د کرکټ د اتلانو د جام پر برخلیک خبرې وکړي.
له مهالوېش سره سم تمه ده چې دا لوبې د فبروري له نولسمې د مارچ تر نهمې په پاکستان کې وشي، خو هند ویلي دي چې لوبډله یې پاکستان ته نهځي.
د راپورونو لهمخې داسې اټکل کېږي چې، د کرکټ نړیواله شورا به دا وړاندیز وکړي چې د کرکټ د اتلانو د جام لس لوبې په پاکستان کې وشي او پاتې پنځه نورې دې په متحده عربي اماراتو کې وشي.
لهدې وړاندیز سره مخکې پاکستان مخالفت کړی و.
د پوځ له عملياتو وروسته د عمران خان پلويانو اسلاماباد کې پراخه مظاهرې لغوه کړې
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو وروسته له هغې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې خپلې پراخې مظاهرې لغوه کړې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په نیمه شپه کې پراخ عملیات پیل کړل او سلګونه کسان یې ونیول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۷مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، مظاهره کوونکي تیت شوي او اسلاماباد تخلیه شوی دی.
یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا ۵۰۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن په یوه بیان کې چې د دې ګوند پر ایکسپاڼه خپور شوی ویلي چې، په اسلاماباد کې په نښته کې د څلورو امنیتي ځواکونو او دوو مظاهرهچیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دغه ګوند د پاکستان حکومت له مظاهرهچیانو سره په ظالمانه چلند تورن کړ.
په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف مشر هم په اسلاماباد کې د مظاهرې لغوه کېدل تایید کړل.
لاريون کوونکو د پاکستان له زندانه د عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوله.
د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړی وزیر عمران خان په ۱۵۰ قضیو تورن دی او له یوه کال راهیسې په بند کې دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، پر عمران خان دا تورونه سیاسي انګېزه لري.
د لبنان په جنوب کې له ۱۴مياشتنۍ جګړې وروسته د اسراييل او حزبالله ترمنځ اوربند عملي شو
د لبنان په جنوب کې د اسرايیلو او د ایران ملاتړ لرونکې حزبالله ډلې ترمنځ اوربند له شاوخوا ۱۴ میاشتو جګړو وروسته، چې په سیمه کې یې د پراخې جګړې اندېښنې راپارولې وې عملي شو.
وروسته له هغې چې اوربند په سیمهییز وخت د سهار په ۴ بجو پیل شو، د اسراییلو پوځ ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لبنان په جنوبي سیمو کې دې خپلو کورونو ته ستانه نهشي او د اسراییلو پوستو تهدې نه نږدې کېږي.
په ورته وخت کې د اسراییلو د خبرداري سربېره د ملکي خلکو کاروانونه د لبنان سوېل ته ننوتل او د لبنان پوځ هم د اسراییلو د پوځ سره د ځای د تبادلې لپاره چمتو شوی دی.
حزبالله د امریکا متحدایالتونو د تروریستي سازمان په توګه نومولې او د اروپايي اتحادیې لهخوا یې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله شوې ده.
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرح تېره شپه د (نومبر په ۲۶مه) په یوه خوله تصویب کړه.
په اسلامآباد کې د عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات شوي
د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرون د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلامآباد کې پراخ عملیات وکړل.
دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند معترضو پلویانو د حکومت هغه امر ونه مانه چې خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.
د عمران خان پلویان له زندانه د پخواني صدراعظم خلاصون غواړي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه ناوخته مظاهره چیان تیت پرک او اسلام آباد تصفیه کړ.
یوه امنیتي چارواکي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کسان نیول شوي دي.
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرحه په یوه خوله تصویب کړه
د اسراییلو امنیتي کابینې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.
د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر بیګا وویل چې دا طرحه په لسو موافقو او یوه مخالفه رایه تصویب شو.
نتنیاهو هم له دې مخکې د اوربند له طرحې څخه ملاتړ کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې کابینه دې دا طرحه تصویب کړي، خو هغه په عین حال کې ژمنه کړې چې که حزبالله د دې موافقې له موادو سرغړونه وکړي نو دا ډله به سخته وځپل شي.
متحدوایالاتو سمدستي د دې موافقې هرکلی وکړ او ولسمشر جوبایډن وویل چې دا اوربند به د لبنان لپاره یو نوی پیل وي او ښيي چې له نژدې ۱۴ میاشتو جګړې وروسته سوله ممکنه ده.
نتنیاهو له حزبالله سره د اوربند موافقې د تصویب په تړاو خپلې کابینې ته مشوره ورکوي
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، دی به خپلې کابینې ته مشوره ورکړي چې د امریکا په منځګړیتوب له حزبالله سره د اوربند موافقه تصویب کړي.
بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ماښام د نومبر ۲۶مه په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د اوربند موافقه به ۱۴ میاشتنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په همدې حال کې اسراييلي پوځ د اوربند په وروستيو شېبو کې هم د سزا ورکولو په اراده د حزبالله د ډلو مېشتو سیمو ته ګواښونه کړي.
د امریکا متحد ایالتونه حزبالله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.
تر اوسه د دغه اوربند دقیق شرایط او دقیق وخت معلوم نه دی.
دا تړون د غزې په تړانګه کې د حماس پر وړاندې د اسراییلو په جګړه اغېزه نه کوي چې د امریکا متحدهایالاتو او اروپایي اتحادیې لهخوا د یو تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی، داسې جګړه چې لا هم د پای ته رسېدو نښې یې نه ښکاري.