د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

خلیلزاد د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه له هندي چارواکو سره لیدلي


َزلمی خلیلزاد
َزلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د ژر حل په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې د سیاسي کړکېچ په حل ټینګار کړی او له افغان سیاسي مشرانو یې غوښتې چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ښاغلي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې لیکلي چې، نوموړي د هند د بهرنیو چارو له وزیر "اس جي شنکر" سره د افغانستان اړوند مسایلو ترڅنګ د طالبانو او حکومت له لورې د بندیانو خوشې کېدلو بهیر پر چټکوالي او د بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو هم خبرې کړي دي.

خلیل زاد په دې اړه لیکلي: "موږ ژر تر ژره د افغانستان د کورني سیاسي بحران د حل په اړه او د مشرانو لخوا د ټول شموله حکومت د جوړېدو په ګټو خبرې وکړې، موږ د افغانستان دولت او د طالبانو له لورې د بندیانو د خوشې کولو د لړۍ په چټکوالي ،د تاوتریخوالي په کمولو او د بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو هم خبرې وکړې."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې له ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې د سیاسي بحران د حل او د سولې پروسې د چټکوالي په اړه خبرې داسې مهال کوي چې ویل کېږي دا دواړه پروسې ورو روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ډلې د مشرتابه شورا غړی عاصم عاصم ولسمشر غني په بې ځایه ضد تورنوي وايي، د نوموړي غیر واقعي لیدلوري، مقابل لوري سره سیاسي کړکېچ غځولی دی.

هغه زیاتوي: "دا موضوع چې تر دې ځایه رسېدلې او غځېدلې ده لامل یې د ښاغلي غني او د ده د شاوخوا خلکو مقابل لوري ته غیر واقعي لید او په هوکړه کې په هغو شیانو ټېنګار دی چې د دوی ټېم یې غوښتنه کوي، دا چې دا موضوع تر دې دمه نه ده حل شوې لامل یې همدا بې ځایه ضد دی."

د تازه راپورنو پر بنسټ تر اوسه د افغانستان له ټاکنو څخه د را ولاړ شوي کړکېچ د حل لپاره د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ څلور طرحې تبادله شوي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د یوې نوې تازه طرحې خبره هم ورکوي.

دغه ډله وايي په یادې طرحې ډېر جدي کار روان دی چې راتلونکو څو ورځو کې به بشپړه شي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود وایي چې ښاغلی غني د داسې حکومت غوښتونکی دی چې د ټولو افغانانو غوښتنه وي.

لطیف محمود
لطیف محمود

هغه زیاتوي: "ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې په ښکاره وویل ،چې موږ د پیاوړي سیاسي حکومت غوښتونکي یو، داسې حکومت چې د خلکو د ارادې تمثیل کوونکی او د افغانستان د ټولو خلکو په خوښه وي."

ښاغلي محمود د کورني سیاسي کړکېچ د حل په هکله څه و نه ویل خو له دې وړاندې ولسمشر غني ویلي و چې عبدالله عبدالله د اساسي قانون خلاف غوښتنې لري چې د منلو نه دي.

ځیني سیاسي مشران د سیاسي کړکېچ د حل په لټه کې دي.
ځیني سیاسي مشران د سیاسي کړکېچ د حل په لټه کې دي.

له دې وړاندې مخکینی ولسمشر حامد کرزی، جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف، یونس قانوني او محمد کریم خلیلي د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل په هدف منځکړتوب کړی دی.

که څه هم د افغانستان حکومت د مذاکراتي پلاوي په جوړولو او د بندیانو د خوشې کولو د لړۍ په پیلولو سره د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره ګامونه پورته کړي خو کارپوهان وایي، تر کومه چې د ارګ او سپیدار تر منځ اختلافات له منځه ولاړ نشې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې پرمختګ ناشونی برېښي.

XS
SM
MD
LG