د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

مودي په هند کې د ګرځبندیز موده وغځوله


نوې ډیلي د ګرځبندیز پرمهال
نوې ډیلي د ګرځبندیز پرمهال

د هند صدراعظم نرېندر مودي نن د اپرېل په ۱۴مه، په خپل هېواد کې د ګرځبندیز یا قرنطین موده د مې میاشتې تر ۳ مې، تقریباً درې اوونۍ وغځوله.

په هند کې یو اعشاریه درې میلیارده وګړي اوسېږي او هند د وګړو د شمېر له مخې، د نړۍ دوهم ستر هېواد دی.

په دې هېواد کې رسمي سرچینې وايي چې له ۱۰ زره زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې کبله نږدې ۳۴۰ تنه مړه شوي دي.

د هند صدراعظم نرېندر مودي نن له خلکو غوښتنه وکړه چې تقریباً ۳ اوونۍ لا هم په کورونو کې پاتې شي.

مودي په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې دا پرېکړه یې په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره کړې او پر خپل ولس یې غږ وکړ چې ډېر زیات احتیاط وکړي.

د هند صدراعظم نرېندر مودي
د هند صدراعظم نرېندر مودي

نرېندر مودي زیاته کړه: "د ټولو سپارښتنو پر اساس، پرېکړه وشوه چې د مې تر درېیمې نېټې ټول هند په قرنطین کې پاتې شي."

مودي همدا راز وویل چې د هند په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس ډېر نه دی خپور شوی، ځيني ډېرې ضروري سوداګریزې چارې او دولتي کارونه له راتلونکې اوونۍ د اپرېل له ۲۰مې فعالیت پېلولای شي.

په هند کې د ګرځبندیز له اعلان سره هم د کرونا ویروس له امله په کوېډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته وګړو شمېر زرګونه ته رسېدلی دی.

د هند صدراعظم وویل چې سبا به یو لارښوود خپور شي چې په هغه کې به خلکو ته د دې وضاحت ورکړ شوی وي چې څرنګه ځانونه په کورونو کې خوندي وساتي، ګرځبندیز مراعت او له نورو کسانو سره څرنګه مرسته وکړي.

په هند کې د لګېدلي ګرځبندیز له امله چې مخکې هم تقریباً ۲۱ ورځې وو، میلیونونه کسان چې په روز مزد یې ګزاره کوله، بې روزګاره شول.

د هند حکومت تقریباً د مارچ د پېل په اوونیو کې د بندیزونو په لګولو پېل وکړ.

د مارچ په ۱۳مه نېټه د هند حکومت د ملګرو متلونو د سازمان له کارکونکو، بهرنیو ډیپلوماټانو او نړیوالو ادارو له مامورینو پرته، د ټولو بهرنیو کارګرانو او عادي وګړو ویزې لغوه کړې او دې هېواد ته یې سمندري او هوايي لارې د خلکو د عادي تګ را تګ لپاره وتړلې چې له دې امله هم میلیونونه هندیان بې کاره شول.

په هند کې میلیونونه انسانان چې په ډېر فقر کې اوسي، د کرونا ویروس له وېرې او د بندیزونو تر فشار لاندې دي.

خو د هند صدراعظم نرېندر مودي ونه ویل چې له هغو میلیونونه بې کار او روزګارو وګړو سره به څه ډول مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG