د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

کرونا په نړۍ کې د ژوند په مختلفو چارو کې خنډونه پېښ کړي


ارشیف، روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال.
ارشیف، روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال.

کرونا ویروس لاهم په خپرېدو دی او دا ویروس چې لومړی په چین کې خپور شو، اوس په نورو هېوادونو په تېره بیا په اروپايي هېوادونو کې زیات خپرېږي.

د کرونا ویروس له کبله د نړۍ اقتصاد زیات زیان کړی، خو دولتونه هڅه کوي چې په بېلابېلو طریقو هم د دې ویروس د خپرېدو او هم د مالي تاوانونو د کمېدو مخه ونیسي.

په کرونا ویروس په درسته نړۍ کې د اخته شویو کسانو شمېر نږدې دوو لکو ته ورسېد او په داسې حال کې چې حکومتونه هڅه کوي د دې ویرس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي، کرونا د ژوند په مختلفو چارو کې خنډونه پېښ کړي دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې د بندیز په ۳۰ ورځو کې به ډېرو لږ کسانو ته اجازه ورکړل شي چې اروپايي اتحادیې ته ورشي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

ناروې، سویس، ایسلند او بریتانیا هم خپلو هېوادونو ته له بهره د ورتلونکو کسانو پر ورتګ له بندیز سره موافقه کړې ده.

دغه ویروس چې د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو، اوس په نړۍ کې نږدې ۸ زره تنه مړه کړي دي.

د دې ویروس مخه اوس اروپا ته اوښتې ده. د اروپايي اتحادیې مشرانو پرون سې شنبه موافقه وکړه چې خپلې پولې به د ۳۰ ورځو لپاره بندې کړي.

پاکستان وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۲۳۷ تنو ته رسېدلی او هند د کرونا له لاسه تاج محل بند کړی دی ځکه چې دې تاریخي ودانۍ ته ډېر سیلانیان ورځي.

د کرونا اقتصادي تاوانونه خورا ډېر دي. د ونډو بازار په بې‌ساري ډول لوېدلی، د تورېزم صنعت سخت زیان لیدلی. خلک سفر نه‌کوي او له دې کبله هوايي شرکتونو میلیاردونه ډالره تاوان کړی دی.

خو یو شمېر دولتونو د دې تاوان د وټ کټ (جبران) ایستلو لپاره له شرکتونو سره مرستې اعلان کړې دي. بریتانیا او هالند د میلیاردونو ډالرو مرسته کوي چې د کرونا ویروس له کبله کمپنیو ته اوښتی تاوان جبران کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د اوښتي مالي زیات د جبرانولو لپاره به مرسته وکړي. ده نه‌دي ویلي چې څومره مرسته به وکړي، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ ۸۵۰ میلیارده ډالره په پام کې نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

پر دولتونو هم اقتصادي فشار زیات شوی دی. بلغاریا ویلي چې په مالي بودجه کې یې کسر زښت زیات شوی او اوکراین د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څه باندې پنځه نیم میلیارده ډالرو پور غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG