د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۳۸

نړۍ

نړیوال سفرونه به سږ کال ۱۰،۵ فیصده راکم شي

پخوا د سفرونو د کمښت کچه ۱،۵ یاده شوې وه.

اټکل دا دی چې نړیوال سفرونه به سږ کال ۱۰،۵ فیصده راکم شي.

دا د سفرونو د کمښت په کچه کې تر ټولو بد ریکارډ یاد شوی چې په سفري اقتصاد به هم ناوړه اغېز وکړي.

روېټرز اژانس دغه خبره د اکسفورډ پوهنتون د اقتصاد څانګې د یوې څېړنې پر بنسټ کړې ده.

څېړنه کې راغلي چې د کرونا وایروس له کبله د ډېرو هېوادونو پولې تړل شوي او ورسره د تورېزم یا ګرځندوی صنعت ځپل شوی دی.

پخوا د سفرونو د کمښت کچه ۱،۵ یاده شوې وه، هغه کچه چې ۲۰۰۳ کال کې د سارس ویروس له کبله ټیټه شوې وه، خو تېرو دوو اوونیو کې بندیزونو ته په کتو، د نړیوالو سفرونو د کمښت اټکل ۱۰،۵ فیصده شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کرونا ویروس د اقتصادي زیان په اړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ

د سوداګرۍ نړیوال سازمان رئیس روبېرټو ازېوېډو

د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ کړی چې د کرونا ویروس له لاسه اوښتی اقتصادي زیان به د اوسنۍ زمانې تر ټولو ژور اقتصادي تاوان وي.

دا خبره د یاد سازمان رئیس روبېرټو ازېوېډو په یوه بیان کې کړې ده.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه شااوخوا نیمايي خلک په یو ډول نه یو ډول قرنطین دي او لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي.

ځینو هېوادونو اوس دا هڅه پیل کړې چې څنګه وکولای شي د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه چې اقتصادي چارې‌یې سختې زیانمنې کړي، اسانه کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې یو نیم میلیون او د مړو شمېر نږدې ۸۹ زرو ته رسېدلی دی.

سوریه په دغه هېواد کې د کیماوي وسلو پر استعمال ګرمه وبلل شوه

ارشیف، سوریه کې شوې حمله

د کیماوي وسلو پر استعمال د بندیز سازمان څېړونکي ټیم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه خپل لومړنی راپور پرون چهارشنبه خپور کړ.

په دغه راپور کې د سوریې حکومت ګرم بلل شوی چې د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې‌یې په مرکزي ښارګوټي اللطامنة د کلورین او سارین ګازو بمونه استعمال کړي دي.

تر دې مخکې دې سازمان یوازې ویلي و چې په سوریه کې په بریدونو کې کیمیاوي وسلې استعمال شوي، خو په زغرده‌یې کوم لوری نه‌و تورن کړی.

دغه څېړونکي ټیم ویلي چې په دې اړه چې په سیمه کې به د سوریې د هوایي ځواکونو افرادو دغه زهرجن بمونه استعمال کړي، کره او د باور وړ شواهد راټول کړي دي.

لوېدیځو هېوادونو له ډېرې مودې راهیسې د سوریې د ولسمشر بشرالاسد رژیم د دې هېواد په نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د خپلو یاغي وسله‌والو او ملکیانو پر ضد د کیماوي وسلو پر استعمال تورن کړی دی.

روسیه او ایران چې د هغه د رژیم کلک ملاتړي دي، دغه تورونه رد کړي او یاغي وسله‌وال‌یې ګرم بللي دي.

د دغه نوې ادعا په اړه تر اوسه دمشق عکس العمل نه‌دی څرګند کړی خو په دغه سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویلي چې دغه راپور د اعتبار وړنه‌دی.

ازبکستان کې د شکنجې دوام په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو لوګو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټه چې په ازبکستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړي، د دې هېواد په توقیف ځایونو کې د شکنجې د دوام او د اساسي ازادیو د محدودیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

دغې کمېټې په خپل څېړنیز راپور کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپور کړی دا موندلې چې تر اوسه ډېر هغه اصلاحات چې د بشري حقونو په برخه کې‌یې ژمنه شوې، نه‌دي عملي شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې څېړنه ښیي ازبکستان چې د بشري حقونو خورا بده سابقه لري، تر ډېره مستبد بلل کېږي.

دا له کله چې ولسمشر شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې واک ته رسېدلی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې لومړنۍ څېړنه ده.

میرضیایف واک ته له رسېدو وروسته په دې هېواد کې د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره یو لړ اقدامات کړي، خو د بشري حقونو د څارنې کمېټه د بشري حقونو وضعیت تر اوسه د اندېښنې وړ بولي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې اوربند اعلان کړ

په یمن کې یو شمېر حوثي جنګیالي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران‌پلوه شیعه حوثیانو په وړاندې جنګېږي، نن اوربند اعلان کړ.

دغه اوربند چې له نن غرمې څخه عملي کېږي، په دې هېواد کې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو په ملاتړ شوی دی.

د دغه ائتلاف ویاند ډګروال ترکي ال‌مالکي پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې دغه اوربند به دوه اوونۍ دوام وکړي، خو ښایي اوږد هم شي.

هغه همدارز وویل چې دغه اوربند ځکه اعلانوي چې په یمن کې د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په تېره مارچ میاشت کې د یمن په ګډون د نړۍ له ټولو هغو هېوادونو او سیمو چې په‌کې جګړې او شخړې روانې دي، غوښتي و چې کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره جګړې ودروي.

دا لا معلومه نه ده چې هوثي سخت دریځي به دغه اوربند سره موافقه وکړي.

د دوی ویاند محمد عبدالسلام ویلي، هوثیانو ملګرو ملتونو ته یو داسې جامع وړاندیز لېږلې چې د جګړې پای ته رسول هم په کې شامل دي.

عبدالسلام په ټویټرپاڼه لیکلي، د حوثیانو وړاندیز به سیاسي دیالوګ او انتقالي پړاو ته بنسټ برابر کړي.

په یمن کې چې د عربي نړۍ بې‌وزله هېواد دی وروسته له هغه تاوتریخوالی پیل شو چې ۲۰۱۴ کال کې‌یې حوثي یاغیانو هلته حکومت وپرځاوه.

وروسته سعودي او ایران هم د یمن جګړه کې په نیابتي ډول ښکېل شول، له دې سره یمن له ناوړه بشري ناورین سره مخامخ شو.

د اروپايي ټولنې هېوادونو ترمنځ د سفر د بندیز هڅې

ارشیف، په فرانسه کې یو شمېر مسافر

د اروپایي ټولنې اجرایي برخې، اروپایي کمېسیون د دې ټولنې پر غړو غږ کړی چې لږترلږه د مې تر ۱۵مې د هغو هېوادو ترمنځ چې یو بل ته له پاسپورټ پرته د سفر جواز لري، پر تګ راتګ بندیز وساتي، څو د کرونا ویروس خپرېدل ورو کړي.

د اروپایي کمېسیون مرستیال مشر مارګریتیس شیناس د اپرېل پر اتمه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي د اروپایې ټولنې ټولو غړو هېوادونو په بریالیتوب سره له یو بل څخه د فاصلې ساتلو اقدامات مراعات کړي دي څو د ویروس د خورېدو امکان کم شي.

هغه زیاته کړه د اروپایې ټولنې له بهرنیو پولو څخه دې اتحادیې ته د نورو هېوادونو د وګړو پر سفرونو بندیز دغه اقدامات لا بشپړولی شي.

د دې کمېسیون مسؤلین وایي له بهرنیو پولو څخه شنګن زون ته د داخلېدو په محدودیتونو کې د مهمو توکو راوړل نه‌شاملېږي لکه خوراکي مواد، درمل او تولیدي وسایل کولای شي له ځنډ پرته راشي څو خلک د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ نه‌شي.

برني سندرز د ولسمشرۍ انتخاباتو ډګر جوبایډن ته پرېښود

سناتور برني سندرز او جوبایدن

امریکایي سناتور برني سندرز د خپلې ولسمشرۍ لپاره کمپاین وځنډاوه او خپل سیال جوبایډن ته‌یې لار هواره کړه چې د ‌ډیموکرات ګوند له‌خوا نوماند او د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ولسمشرۍ انتخاباتو کې سیالي وکړي.

۷۸ کلن سناتور سندرز په یوه وېډیویي پیغام کې د دې پرېکړې په اړه پرون خبرې کړې دي.

سندرز جوبایډن یو نېک کس بللی او ژمنه‌یې وکړه چې د هغه ترڅنګ به ودرېږي څو د روان کال په وروستیو کې ډونالد ټرمب ته ماته ورکړي.

د امریکا ولسمشرۍ انتخابات د روان کال په نومبر میاشت کې کېږي. دا دوهم ځل دی چې برني سندرز له خپلې نوماندۍ تېرېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم نوموړی هېلري کلنټن ته له خپلې نوماندۍ تېر شو.

مصر د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي

ارشیف، مصر

مصر د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هغه هېواد کې د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي.

د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي پرون خبریالانو ته وویل چې دا ګرځ‌بندیز به د ماښام له اتو بجو د سهار تر شپږو بجو نافذ وي.

ښوونځي، پوهنتونونه، رستورانتونه او کافې به هم تړلې وي، د مصر حکومت د اپرېل میاشتې تر پایه هوایي ټرانسپورت او نور ټول سیاحتي او مذهبي ځایونه د تګ راتګ لپاره تړلي دي.

د مصر صدراعظم زیاته کړه چې د دې بندیز سرغړونکي به په څلور زره مصري پونډه چې د ۲۵۰ ډالرو معادل کېږي نغدي جریمه او حتی د حبس سزا به ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابینې غړي به د درېیو میاشتو لپاره د خپلې میاشتنۍ تنخواه ۲۰ فیصده بې‌وزله کسانو ته ځانګړې کړي.

د مصر د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ۱۴۵۰ کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.

ایران له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالره پور غوښتی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه د ملیاردونو ډالرو پور غوښتی دی.

روحاني نن د اپرېل ۸مه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې باید په چلند کې توپیر ونه‌شي.

د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیولې ادارې پنځه میلیارده ډالر پور غوښتی و.

ایران په ټول منځني ختيځ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې امله مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تر ۶۲۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته دي او له ۳۸۰۰ زیات له دې ویروسه مړه شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم لا هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی

د بریتانیا صدراعظم

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې په کرونا ویروس اخته دی بېګا دوهمه شپه هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې تېره کړه.

بورېس جانسون د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي مشر دی چې کرونا ویروس نیولی دی.

د هغه ویاند نن د اپرېل ۸مه، ویلي چې د صدراعظم روغتیايي وضعیت ثبات لري، خو د دې لپاره چې تر نظر لاندې وي، په ای سي یو یا د شدید مراقبت په خونه کې ساتل کېږي.

د بورېس جانسون مسئولیتونه د اوس لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته سپارل شوي دي.

راب ویلي باور لري چې بورېس جانسون به له کرونا ویروس سره جنګ وګټي ځکه هغه یو جنګیالی دی.

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شو

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

د امریکا په نیویارک ښار کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.

دا شمېره پرون د اپرېل ۷مه خپره شوې ده.

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ځیني سیمو کې چې د کرونا ویروس سخت خپور شوی و، خو خلک په کورونو ننوتل او د واټن ساتلو مراعت‌یې وکړ، ویروس سوکه سوکه د کمېدو په حال کې دی.

کرونا ویروس یوازې په بریتانیا کې ۵۵ زره کسان نیولي او تر ۶۲۰۰ زیات پرې مړه شوي دي.

د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان بحث پیل شوی

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

د اروپايي ټولنې مالیې وزیرانو نن چهارشنبه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې وکړې.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا بد ځپلی دی.

د اروپايي ټولنې د رئيس ویاند لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د «کوویډ-۱۹» په وړاندې د اروپايي ټولنې ستره اقتصادي پالېسي ښه پر مخ روانه ده، خو لا وروستۍ شوې نه‌ده."

ټاکل شوې ده چې نن سهار د مالیې وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته جزئیات وړاندې شي.

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه وروستۍ ادعاوې رد کړ

ارشیف

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو د حق د ترلاسه کولو لپاره د میلیونونو ډالرو رشوت ورکولو تازه ادعاوې رد کړې.

د امریکا عدلیې وزارت د تازه تور پر اساس، د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون چارواکو د دې لپاره چې په ۲۰۱۸ کې په روسیه او په ۲۰۲۲ کې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته رایې ورکړي، رشوت اخیستی دی.

په دواړو ځایونو کې د فوټبال له سیالیو سره د موافقې په اړه له ډېر پخوا راهیسې پلټنې او اوازې روانې دي، خو په دې تازه تور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د دواړو جامونو په اړه نوي مستقیم او رسمي تورونه لګول شوي دي.

قطر دا ادعاوې په کلکه رد کړې او روسیې وویل چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام حق‌یې یو مخ له قانوني لارې ترلاسه کړی و.

ایران کې د کرونا ویروس وېره؛ پارلمان‌یې لومړۍ غونډه وکړه

د پارلمان په دې غونډه کې رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې په دې هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی دی.

تهران پرون وویل چې اوومه ده چې په پرله‌پسې توګه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې په کمېدو دی.

د ایران پارلمان ۲۰۰ نوي غړي لري چې درېیمه برخه وکیلان دې غونډې ته حاضر شوي وو، خو د پارلمان رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د فبرورۍ په ۲۵مه بند شو او د پارلمان لږ تر لږه ۳۱ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې سربېره چې په ایران کې امر شوی دی چې خلک به سره نږدې نه‌درېږي او نه‌کېني، د پارلمان په پرونۍ غونډه کې وکیلان سره نږدې ناست وو.

په ایران کې کرونا ویروس د فبرورۍ په ۱۹مه لومړی کس نیولی و او دغه هېواد د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا ویروس په‌کې ډېر خپور شوی دی.

د ایران روغتیا وزارت پرون وویل چې ۳۸۷۲ تنه تر اوسه کرونا ویروس په ایران کې وژلي دي او څه باندې ۶۲۵۰۰ تنه د 'کوویډ-۱۹' په اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

داسې اندېښنې شته چې په ایران کې چارواکي د دې ناروغۍ په اړه سمې شمېرې نه‌خپروي او اصلي شمېرې تر اعلان شویو ډېرې لوړې دي.

پاکستان پوځ معترضو ډاکترانو ته د کرونا ویروس طبي وسایل برابروي

ډاکتران وايي، پولیسو بد چلند کړی او د دوی یو شمېر ملګري یې وهلي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې نږدې ۵۰ ډاکترانو ته به له کرونا ویروس څخه د ژغورنې وسایل چمتو کړي.

دا هغه ډاکتران دي چې د روغتیایي تجهیزاتو او درملو لپاره‌یې اعتراض کړی وو او بیا د لنډې مودې په مخه زنداني شول.

دغو ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه او پولیسو توقیف کړل.

د بلوچستان ایالتي ویاند لیاقت شهواني وویل چې دا ډاکتران په همغه ورځ بېرته خوشې شول.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې روغتیایي وسایل او له ویروسه د ځان ژغورنې تجهیزات کوټې ته واستول شول.

یو شمېر نیول شویو ډاکترانو پرته له دې چې نومونه‌یې واخیستل شي، ویلي دي چې له دوی سره پولیسو بد چلند کړی دی او پولیسو یو شمېر ډاکتران وهلي دي.

دې ډاکترانو له وېرې نه‌غوښتل چې نومونه‌یې افشا شي.

په پاکستان کې تر پرون پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څلور زره څلورو ته رسېده او د دوو ډاکترانو په ګډون دې ویروس د ۵۴ کسانو ژوند اخیستی دی.

د ازادي راډیو قرغزستان څانګې د امریکا د تحقیقي راپورونو جایزه ګټلې

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو

د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د قرغزستان څانګې ازاتیک راډیو د قرغزستان له یوې بلې وېب‌پاڼې سره په ګډه د امریکا د تحقیقي راپورونو یوه جایزه ګټلې ده.

دا جایزه دې ادارو ته د سازمان شویو جرمونو او فساد په اړه د راپورونو د لړۍ په خاطر ورکړل شوې ده.

په امریکا کې مېشت د تحقیقي خبریالانو او اېډېټرانو ادارې ای ار اي دوشنبه خبریالان ستایلي په داسې یوه هېواد کې چې خلک نه‌غواړي د فساد او جرمونو په اړه راپورونه جوړ شي د راپورونو لړۍ جوړه کړه او خلک‌یې له حقایقو خبر کړل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د منځنۍ اسیا څانګې اکثر خبریالان وخت ناوخته په خپلو هېوادونو کې د دولت له‌خوا له محدودیتونو سره مخ کېږي او ان کله تحقیقات هم ترې شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG