د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۵۳

خبرونه

د کابل-ډېلي د پروازونو ځنډ هند کې ځیني افغانان ستونزو سره مخ کړي

ارشیف، د نوې ډېلي هوايي ډګر

د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د پروازونو په ټپه درېدل!

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پروازونو ځنډ په هند کې یو شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، هندوستان ته د درملنې لپاره راغلي و، خو د پروازونو له ځنډېدو وروسته اوس د استوګن‌ځای له نشتوالي او مالي ستونزو سره مخ دي.

مصطفی موسوي چې له خپلې کورنۍ سره د درملنې لپاره هندوستان ته تللی د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه داسې وايي: "دوه درې اوونۍ کېږي چې د درېیو ناروغانو سره هند ته راغلی یم، درملنه‌یې تکمیل شوه، ټکټ مې اخیستی، اوس چې شرکت ته ځم وايي پروازونه کنسل شوي دي، زه نه‌پوهېږم چې څه وکړم؟ دلته مصرف هم زیاد دی، د اتاق کرایه ده، د ډوډۍ پسې دي او زموږ پیسې هم خلاصې شوي."

هندوستان هېواد دغه پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې.

هند ته دغه تللي افغان مسافر وايي، حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، که څه هم هندوستان پرېکړه کړې چې د حمل تر ۲۹مې نېټې پورې به پروازونه بندوي، خو هڅې روانې دي چې هلته بند پاتې شوي افغانان خپل هېواد ته را انتقال شي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نه‌یوازې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پروازونه درول شوي، بلکې د نړۍ اکثرو هېوادونو یو شمېر ښارونو او هغو هېوادونو ته چې له کرونا ویروس ډېر اغېزمن دي خپل پروازونه بند کړي او یو شمېر نورو خپلې پولې تړلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هرات چارواکي د کرونا ویروس د ټسټ موادو په تمه دي

هرات کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړی شوی روغتون

په هرات کې چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره ضروري موادو ته په تمه دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن د اپرېل په ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې دوی ۵۰ روغتیايي متخصصانو ته هم اړتیا لري.

په هرات کې د کرونا ویروس د معاینې او تشخیص یو مرکز فعال دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون ویلي وو چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره د اړتیا مواد به نن هرات ته ورسېږي.

شېرزي وویل چې د تخصصي موادو د کموالي له امله، له پرون راهیسې د کرونا ویروس د تشخیص پروسه بنده ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د امیري کمپلېکس فعالیت وځنډاوه

د کرونا ویروس د ټسټ کولو په اړه د امیري کمپلېکس اعلان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په یو تازه اقدام کې په کابل کې د امیري کمپلېکس په نوم د شخصي روغتون فعالیتونه له دې امله وځڼدول چې د یاد روغتون ډېری کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه روغتون ۶،۲۵ سلنه پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې وړمه ورځ د حنیف‌الله حنیف په نوم د دغه روغتون یو ډاکتر چې په دغه ویروس اخته و، مړ شو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه روغتون ډېری کارکوونکي ځکه په کرونا ویروس اخته شوي چې د دغه ویروس ټستونه‌یې کول.

د امیري روغتون رئیس میروس امیري بیا وايي چې د دوی سمپلونه اخیستل شوي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړی په امیري روغتون کې د کرونا ویروس د ټستونو کولو موضوع ردوي، خو وايي د دوی کېټونه د عامې روغتیا وزارت له‌خوا مهر او لاک شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې له دې شخصي روغتونونه او لابراتوارونه د دغه ټسټ له کولو منع کړي و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۴۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې شمېر ۱۴ کسان مړه شوي دي.

ایران له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالره پور غوښتی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه د ملیاردونو ډالرو پور غوښتی دی.

روحاني نن د اپرېل ۸مه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې باید په چلند کې توپیر ونه‌شي.

د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیولې ادارې پنځه میلیارده ډالر پور غوښتی و.

ایران په ټول منځني ختيځ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې امله مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تر ۶۲۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته دي او له ۳۸۰۰ زیات له دې ویروسه مړه شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم لا هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی

د بریتانیا صدراعظم

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې په کرونا ویروس اخته دی بېګا دوهمه شپه هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې تېره کړه.

بورېس جانسون د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي مشر دی چې کرونا ویروس نیولی دی.

د هغه ویاند نن د اپرېل ۸مه، ویلي چې د صدراعظم روغتیايي وضعیت ثبات لري، خو د دې لپاره چې تر نظر لاندې وي، په ای سي یو یا د شدید مراقبت په خونه کې ساتل کېږي.

د بورېس جانسون مسئولیتونه د اوس لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته سپارل شوي دي.

راب ویلي باور لري چې بورېس جانسون به له کرونا ویروس سره جنګ وګټي ځکه هغه یو جنګیالی دی.

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شو

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

د امریکا په نیویارک ښار کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.

دا شمېره پرون د اپرېل ۷مه خپره شوې ده.

دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ځیني سیمو کې چې د کرونا ویروس سخت خپور شوی و، خو خلک په کورونو ننوتل او د واټن ساتلو مراعت‌یې وکړ، ویروس سوکه سوکه د کمېدو په حال کې دی.

کرونا ویروس یوازې په بریتانیا کې ۵۵ زره کسان نیولي او تر ۶۲۰۰ زیات پرې مړه شوي دي.

'طالبانو د پل علم لومړۍ حوزې جنایي امر او دوه سرتېري وژلي'

د لوګر نقشه

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پل علم ښار پر لومړۍ حوزه حمله کړې او د لومړۍ حوزې جنایي امر څارمن نور خدا یې له دوو سرتېرو سره یوځای وژلی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ نن د اپرېل ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

وسله‌والو طالبانو یا بلې ډلې لا د حملې مسئولیت نه‌دی اخیستی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو: په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار نقشه

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د قول اردو ویاند خواجه یحdی علوی نن د اپرېل ۸مه، په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان په میانشین او معروف ولسوالیو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. عملیات د افغانستان کورنیو ځواکونو کړي دي.

علوي ویلي چې وسله‌والو طالبانو په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملې پلان جوړ کړی و چې شنډ شو.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

کابل ته د ازبکستان وارداتي برښنا جریان وصل شو

ارشیف

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان وصل شو.

د برښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن د اپرېل ۸مه خپره شوه، ویل شوي چې د دې لپاره د بغلان ولایت د ډنډ شهاب‌الدین په سیمه کې د برق د لېږد یوه ستن ورغول شوه.

په بغلان کې د چشمه شېر په سیمه کې د جګړې له امله د تېرې پنجشنبې په ماخوستن کابل او ځیني نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان پرې شو.

برښنا شرکت ویلي چې په ډنډ شهاب‌الدین کې د وارداتي برښنا ستن تېر کال په وسله‌واله نښته کې تخریب شوې وه او د رغولو کار یې بشپړ شو.

دې ادارې ویلي چې په ماهیپر کې هم یو تخریب شوی توربین جوړ شو او کابل ته له دې ځایه هم د برښنا جریان وصل شوی دی.

ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شول

ارشیف

په ننګرهار کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي.

نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوگیاني او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.

د پانګونې او سوداګرۍ خونه: سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې ویاند جان اقا نوید

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي وایی، د هېواد اکثره بندرونه پرانیستي دي او سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی د بازارنو نرخ هم کنټرول کړی دی.

خو نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې په افغان سوداګرو ټکس راکم کړي.

ښاغلی نوید وايي، هېواد ته د درملو او نورو ضروري موادو د واردولو په برخه کې له سوداګرو سره د مالیاتي ټکس د راکمولو په برخه کې باید همکاري وشي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله افغان سوداګرو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان بحث پیل شوی

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

د اروپايي ټولنې مالیې وزیرانو نن چهارشنبه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې وکړې.

د دغو هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا بد ځپلی دی.

د اروپايي ټولنې د رئيس ویاند لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د «کوویډ-۱۹» په وړاندې د اروپايي ټولنې ستره اقتصادي پالېسي ښه پر مخ روانه ده، خو لا وروستۍ شوې نه‌ده."

ټاکل شوې ده چې نن سهار د مالیې وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته جزئیات وړاندې شي.

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه وروستۍ ادعاوې رد کړ

ارشیف

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو د حق د ترلاسه کولو لپاره د میلیونونو ډالرو رشوت ورکولو تازه ادعاوې رد کړې.

د امریکا عدلیې وزارت د تازه تور پر اساس، د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون چارواکو د دې لپاره چې په ۲۰۱۸ کې په روسیه او په ۲۰۲۲ کې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته رایې ورکړي، رشوت اخیستی دی.

په دواړو ځایونو کې د فوټبال له سیالیو سره د موافقې په اړه له ډېر پخوا راهیسې پلټنې او اوازې روانې دي، خو په دې تازه تور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د دواړو جامونو په اړه نوي مستقیم او رسمي تورونه لګول شوي دي.

قطر دا ادعاوې په کلکه رد کړې او روسیې وویل چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام حق‌یې یو مخ له قانوني لارې ترلاسه کړی و.

'هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار ستونزه نن هوارېږي'

هرات

د هرات د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار ستونزه به نن هواره شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېر ماښام وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د هرات لابراتوار ته پلاستیکي ټیوبونه واستول شي.

هغه زیاته کړه: "په موقع‌یې احوال نه‌و ورکړی سبا ټیم مؤظف شو چې ویې‌لېږي. په داسې حالاتو کې چې څه خلاصېږي باید وار له مخه همغږي وکړي، دلته ستونزې د مدیریت دي چې سیمه‌ییز مدیریتونه ستونزې رامنځته کوي."

په هرات کې د دوشنبې له ماسپښین راوروسته د ټیوبونو د نه‌موجودیت له امله د کرونا ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي.

په هرات کې د افغانستان تر بل هر ولایت د کرونا ویروس ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

ایران کې د کرونا ویروس وېره؛ پارلمان‌یې لومړۍ غونډه وکړه

د پارلمان په دې غونډه کې رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې په دې هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی دی.

تهران پرون وویل چې اوومه ده چې په پرله‌پسې توګه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې په کمېدو دی.

د ایران پارلمان ۲۰۰ نوي غړي لري چې درېیمه برخه وکیلان دې غونډې ته حاضر شوي وو، خو د پارلمان رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو.

د ایران پارلمان د فبرورۍ په ۲۵مه بند شو او د پارلمان لږ تر لږه ۳۱ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې سربېره چې په ایران کې امر شوی دی چې خلک به سره نږدې نه‌درېږي او نه‌کېني، د پارلمان په پرونۍ غونډه کې وکیلان سره نږدې ناست وو.

په ایران کې کرونا ویروس د فبرورۍ په ۱۹مه لومړی کس نیولی و او دغه هېواد د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کرونا ویروس په‌کې ډېر خپور شوی دی.

د ایران روغتیا وزارت پرون وویل چې ۳۸۷۲ تنه تر اوسه کرونا ویروس په ایران کې وژلي دي او څه باندې ۶۲۵۰۰ تنه د 'کوویډ-۱۹' په اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

داسې اندېښنې شته چې په ایران کې چارواکي د دې ناروغۍ په اړه سمې شمېرې نه‌خپروي او اصلي شمېرې تر اعلان شویو ډېرې لوړې دي.

پاکستان پوځ معترضو ډاکترانو ته د کرونا ویروس طبي وسایل برابروي

ډاکتران وايي، پولیسو بد چلند کړی او د دوی یو شمېر ملګري یې وهلي دي.

د پاکستان پوځ وایي چې نږدې ۵۰ ډاکترانو ته به له کرونا ویروس څخه د ژغورنې وسایل چمتو کړي.

دا هغه ډاکتران دي چې د روغتیایي تجهیزاتو او درملو لپاره‌یې اعتراض کړی وو او بیا د لنډې مودې په مخه زنداني شول.

دغو ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه او پولیسو توقیف کړل.

د بلوچستان ایالتي ویاند لیاقت شهواني وویل چې دا ډاکتران په همغه ورځ بېرته خوشې شول.

د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې روغتیایي وسایل او له ویروسه د ځان ژغورنې تجهیزات کوټې ته واستول شول.

یو شمېر نیول شویو ډاکترانو پرته له دې چې نومونه‌یې واخیستل شي، ویلي دي چې له دوی سره پولیسو بد چلند کړی دی او پولیسو یو شمېر ډاکتران وهلي دي.

دې ډاکترانو له وېرې نه‌غوښتل چې نومونه‌یې افشا شي.

په پاکستان کې تر پرون پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څلور زره څلورو ته رسېده او د دوو ډاکترانو په ګډون دې ویروس د ۵۴ کسانو ژوند اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG