د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

۱۶۶ د معلوماتو ټیلیفوني مرکز: هره ورځ د کرونا ویروس په اړه ۸ زره اړیکې لرو


د ۱۶۶ د معلوماتو ټیلیفوني مرکز
د ۱۶۶ د معلوماتو ټیلیفوني مرکز

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د کرونا ویروس مشکوک کسان کولای شي د ټیلیفون له لارې له ډاکترانو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو له مربوطه روغتونونو سره په اړیکه کې شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټیلیفوني معلوماتو مرکز په ورځني ډول تر اتو زرو اړیکو ته ځواب وایي.

حکومت په دغه معلوماتي مرکز کې د اړیکو ظرفیت لوړ کړی، د دغه مرکز کارکوونکي په کرونا ویروس د مشکوکو ناروغانو اړیکې له روغتونونو او ډاکترانو سره ټینګوي.

حسنا سادات د هغو ۵۰ ډاکترانو له ډلې ده چې په ورځني ډول تر ۱۰۰ ټیلیفوني اړیکو ته ځواب وایي چې ډېری تماس نیوونکي یې د افغانستان له لیرې پرتو سیمو دي.

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت د ۱۶۶ مرکز ډاکتره حسنا سادات
په کابل کې د عامې روغتیا وزارت د ۱۶۶ مرکز ډاکتره حسنا سادات

تماس نیوونکي هغه کسان دي چې غواړي د کرونا ویروس په اړه پوه شي او هم هغه هغه کسان دي چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له اړخه شکمن دي.

حسنا سادات وایي، هغه کسان چې په کرونا ویروس شکمن دي د همدې مرکز له لارې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې له څانګو سره نښلوي.

اغلې سادات زیاتوي: "که خلک په ولایتونو کې وي له هغو متخصصینو سره چې مسؤلیت‌یې لري موږ یې سره اړیکې ټینګوو او د مسؤلینو شمېرې ورته ورکوو، که دا خلک په کابل کې وي موږ یې د روغتیا وزارت اړوندو څانکو سره په اړیکه کې کوو او ان د امبولانسونو شمېرې یې په اختیار کې ورکوو."

تر دې وړاندې د ۱۶۶ د ټیلیفوني معلوماتو مرکز، هم‌مهاله اتو ټیلیفوني اړیکو ته‌یې په یو وخت کې ځواب وایه، خو اوس دغه مرکز په یو وخت ۳۰ اړیکو ته ځواب وایي.

مخکې دغه مرکز اته روغتیایي کارکوونکي درلودل، خو اوس دلته ۵۰ ډاکتران په دوو شېفټونو کې کار کوي.

مخکې تر دې دغه مرکز به هر ډول روغتیایي معلومات خلکو ته ورکول، خو اوس یوازې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوی او په ورځني ډول ۱۰ زره کسان په ټیلیفوني کرښو ورسره وي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د کمېتې د دارالانشا مشر سید احسان طاهري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس‌مهال له څلورو تر شپږ زرو ټلیفوني اړیکو ته دغه مرکز ځواب وايي او په ورځني ډول له ۱۰ زرو زیات خلک تماسونه نیسي او ډېری دا کسان د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او سیمو څخه دي."

خو یو شمېر خلک وایي څو ځله‌یې چې دغه مرکز سره اړیکه نیولې اړیکو ته‌یې ځواب نه‌دی ویل شوی.

د کندز ولایت اوسېدونکی ذبیح‌الله امرخېل له هغو کسانو څخه دی چې په دې وروستیو دوو ورځو کې له ۱۶۶ شمېرې سره اړیکه کړې، خو د دغه مرکز له کارکوونکو سره په خبرو نه‌دی توانېدلی.

امرخېل وايي: "له پرون راهیسې له دغه مرکز سره اړیکه نیسم، خو اړیکو ته مې ځواب نه‌ویل کېږي، بیا مې هم زنګونه ووهل، خو ارتباط مې ونه‌شو تر څو د دغه مرکز له کارکوونکو سره خبرې وکړم."

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ۱۶۶ معلوماتو مرکز له کلونو راپدېخوا د همدغه وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو د وروستیو دوو اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د مخینوي دولتي کمېټې له لوري د اړیکو ځواب ویلو ظرفیت‌یې لوړ شوی چې په دې سره په دې برخه کې له څلور میلیونه زیاتې افغانۍ مصرف شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۲۱ ته رسېدلې دي.

XS
SM
MD
LG