د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د امیري کمپلېکس فعالیت وځنډاوه


د کرونا ویروس د ټسټ کولو په اړه د امیري کمپلېکس اعلان
د کرونا ویروس د ټسټ کولو په اړه د امیري کمپلېکس اعلان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په یو تازه اقدام کې په کابل کې د امیري کمپلېکس په نوم د شخصي روغتون فعالیتونه له دې امله وځڼدول چې د یاد روغتون ډېری کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه روغتون ۶،۲۵ سلنه پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې وړمه ورځ د حنیف‌الله حنیف په نوم د دغه روغتون یو ډاکتر چې په دغه ویروس اخته و، مړ شو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه روغتون ډېری کارکوونکي ځکه په کرونا ویروس اخته شوي چې د دغه ویروس ټستونه‌یې کول.

د امیري روغتون رئیس میروس امیري بیا وايي چې د دوی سمپلونه اخیستل شوي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړی په امیري روغتون کې د کرونا ویروس د ټستونو کولو موضوع ردوي، خو وايي د دوی کېټونه د عامې روغتیا وزارت له‌خوا مهر او لاک شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې له دې شخصي روغتونونه او لابراتوارونه د دغه ټسټ له کولو منع کړي و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۴۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې شمېر ۱۴ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG