د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

هرات چارواکي د کرونا ویروس د ټسټ موادو په تمه دي


هرات کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړی شوی روغتون
هرات کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړی شوی روغتون

په هرات کې چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره ضروري موادو ته په تمه دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن د اپرېل په ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې دوی ۵۰ روغتیايي متخصصانو ته هم اړتیا لري.

په هرات کې د کرونا ویروس د معاینې او تشخیص یو مرکز فعال دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون ویلي وو چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره د اړتیا مواد به نن هرات ته ورسېږي.

شېرزي وویل چې د تخصصي موادو د کموالي له امله، له پرون راهیسې د کرونا ویروس د تشخیص پروسه بنده ده.

XS
SM
MD
LG