د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

کندهار، غزني او پکتیا کې د کرونا ۱۴ نوې پېښې تأیید شوې


ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د افغانستان په ځینو ولایتونو له هغې ډلې کندهار، غزني او پکتیا کې د کرونا ویروس ۱۴ نویو پېښو تأیید شوی دی.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس محمد اشرف نادري ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۹ مثبت پېښې ثبت شوي چې په دې سره کندهار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته ورسېد.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهر شاه نېکمل هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په غزني کې یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې.

د هغه په خبره له دې سره په غزني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږو ته ورسېد.

اخوا په پکتیا کې د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د دوی روغتیايي ټیمونو هم ۴ نورې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې ۴۵۰ ته رسېدلی چې له ډلې‌یې د ۱۴ کسانو مړینه تأیید شوې او د ۳۱ کسانو درملنه هم شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په کابل کې تدابیر جدي کړي او نن‌يې ویلي چې په ښار کې د بې‌موجبه ګرځېدو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG