د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د پیسو نړیوال صندوق اندېښنه


د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف رييسه کریستالینا جورجیفا
د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف رييسه کریستالینا جورجیفا

د پیسو نړیوال صندوق د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ اقتصاد ته د زیان اوښتو له درکه اندېښمن دی.

د دې صندوق مشره وايي، نړۍ له یوه بل داسې اقتصادي بحران سره مخامخ ده چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هېوادونو تجربه کړ.

د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف رييسه کریستالینا جورجیفا وايي، د نړۍ اقتصاد له وړاندې څخه د کرونا ویروس له کبله له بحران سره مخامخ دی.

دې له هېوادونو په کلکه وغوښتل چې د ډېرو پیسو په اختصاصولو سره په نویو غوړېدونکو بازارونو کې د پورونو د زیاتېدو او دېوالیه کېدو مخه ونیسي.

جورجیفا، چې بلغارۍ اقتصادپوهه ده، پرون جمعه یوې خبري غونډې ته وویل، هغه هېوادونه به چې اقصتاد یې په غوړېدو دی، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له رامنځته شوي بحران څخه د وتلو لپاره لږترلږه دوه نیم تریلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې، د نړۍ د شاوخوا ۲۴ هېوادونو له چارواکو سره، چې د پیسو د نړیوال صندوق د پالیسي جوړولو په رييسه پلاوي کې غړیتوب لري، له خبرو وروسته دا څرګندونې خبریالانو ته وکړې.

دې وویل، اوس دا بېخي ښکاره ده چې موږ یوه بحران ته داخل شوي یوو چې ښايي د ۲۰۰۹ تر بحران بد یا ښه وي خو دا یو به ډېر ژور وي.

دې د نړۍ د اقتصاد د ناڅاپي درېدا د اوږدمهال اغېز په برخه کې اساسي اندېښنه د دېوالیه توب یا افلاس خطر وباله او ویې ویل چې دا نه یوازې له بحرانه وتل ستونزمنوي بلکې د ټولنو جوړښت ورانوي.

د پیسو د نړیوال صندوق ريیسې زیاته کړه، ممکن په ۲۰۲۱ کې نړۍ تر ډېره له دې ستونزې ووځي خو دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی چې په هر ځای کې د کرونا ویروس مخه ونیول شي.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې وویل چې څه باندې ۸۰ هېوادونو چې اکثره یې کم عایده هېوادونه دي، د پیسو له نړیوال صندوق څخه بېړنۍ مرسته غوښتې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د کرونا ویروس د خپرېدو د ناوړه عواقبو په وړاندې د مبارزې لپاره د اقتصادي محرک په توګه دوه اعشاریه ۲ تریلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG