د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

نړۍ

ایران د کرونا د مخنیوي لپاره د میلیاردونو ډالرو پور غوښتی

د ایران ولسمشر او نور چارواکي.
د ایران ولسمشر او نور چارواکي.

د ایران حکومت د (کووایډ-۱۹) ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څو میلیارده ډالره پور غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او د وروستیو راپورونو له مخې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي سلاکار علي اکبر ولایتي هم په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ولایتي په قرنطین کې دی. ایراني چارواکي ویلي دي چې د ۵۷ نورو کسانو له مړینې سره اوس په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کېدو له کبله د مړو شمېره ۴۲۹ کسانو ته لوړه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۱۰۷۵ نویو مواردو له تأیید وروسته په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټوله شمېره ۱۰۰۷۵ ته ورسېده.

د ایران رژیم د کرونا وایروس د مخنیوي په برخه کې له ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

آی‌پي‌ایل؛ د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي

د کلکتې لوبډله
د کلکتې لوبډله

د هندوستان په چینای ښار کې د هند د غوره لیګ یا "آی‌پي‌ایل" پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد لوبډلو ترمنځ کېږي.

دغه سیالي د کابل پر وخت نن ماښام شپږنیمې بجې کېږي او اټکل دا دی چې په میلیونونو کسان یې وګوري.

په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شته.

د کلکتې لوبډله له ځان سره رحمن‌الله ګربز او الله محمدغضنفر او حیدراباد بیا فضل حق فاروقي لري، خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو چانسونه شته.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې کلکتې دوه ځل او حیداباد بیا یو ځل د ای پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې حمله؛ د حزب‌الله ډلې دوه وسله‌وال غړي وژل شوي

د حزب الله وسله وال غړي
د حزب الله وسله وال غړي

د سوریې یوه څارونکې ډله وايي، د اسراییل د یوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د ایران له ملاتړه د برخمنې، د لبنان د حزب‌الله ډلې دوه جګړه مار وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، دغه دوه وسله‌وال د سوریې په حما ولایت کې پرون وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

دا په یوه اوونۍ کې د حزب الله ډلې د وسله‌والو په نښه کولو لپاره په سوریه کې د خپل ډول له مخې درېیمه هوايي حمله ده.

تېره دوشنبه د لبنان پولې ته څېرمه د اسراییل په هوايي حملو کې اته ایران پلوه جګړه مار وژل شوي وو.

اروپايي ټولنې په رفح کې د عملیاتو بندولو لپاره پر اسراییل فشار راوستی

په رفح کې د روانو عملیاتو یو انځور
په رفح کې د روانو عملیاتو یو انځور

اروپايي ټولنې پر اسراییل فشار راوست، چې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې هغه حکم ته غاړه کېږدي چې له اسراییل په کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه شوې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل پرون شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د عدالت نړیوالې حکمونه واجب الاجرا دي او ښکېل اړخونه یې باید بشپړ رعایت کړي.

د هالنډ په هاګ کې د ملګرو ملتونو دغې محکمې د جمعې په ورځ دا حکم ورکړ، خو اسراییل رد کړی دی.

تر دغه حکم مخکې هم اسراییل د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي هېوادونو له انتقادونو سره مخامخ و.

دوی له اسراییل غوښتي وو چې د ملکیانو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره په رفح ښار کې پوځي عملیات ونه کړي، خو اسراییل روانه میلادي میاشت دا عملیات پیل کړل.

د پاکستاني ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه ډله‌ییز برید شوی

پاکستاني پولیس
پاکستاني پولیس

پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه نن هغه مهال ډله‌ییز برید وشو چې یو تن، قرآنکریم ته په سپکاوي تورن شو.

تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې سلګونه کسانو د پنجاب ایالت د سرګودې ولسوالۍ په مجاهد کالوني سیمه کې د تورن سړي پر کور برید وکړ، ویې وډباوه او د هغه کور یې له لوټلو وروسته وسوځاوه.

د سیمې د پولیسو مشر اعجاز ملحي ویلي چې امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته تورن سړی او د هغه پلار وژغورل.

ملحي زیاته کړه چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د کن د فلم فیسټیوال د ۷۷م پړاو ګټونکي اعلانېږي

د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.
د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.

د کن د فلم فیسټیوال د ۷۷م پړاو ګټونکي نن شپه اعلانېږي.

د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې نوموړی فلم د ایراني چارواکو د کورنیو اندېښنې او د هغو په فکرونو او عقایدو کې د تاوتریخوالي موضوع رانغاړي.

رسولوف د دې فیسټیوال له پیلېدو څو ورځې مخکې د خپل هېواد د محکمې له حکم څخه وتښتېد.

د معبدونو د اینځرو زړی له رسمي جواز پرته په پټه په ایران کې جوړ شوی دی.

د ګریتا ګېرویک په مشرۍ د جیوري نهه کسیزه ډله به نن بېګا ناوخته پرېکړه وکړي چې په دې ۲۲ فلمونو کې د کن سږنۍ جایزې کومو هغو ته ورکړي.

آی‌پي‌ایل؛ پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

د کلکتې لوبډله
د کلکتې لوبډله

د هند د کرکټ د غوره لیک د سیالیو یا "آی‌پي‌ایل" پایلوبه لوبه سبا د غبرګولي شپږمه د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرز حیدراباد د لوبډلو ترمنځ په چینای ښار کې ترسره کېږي.

په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي شته.

د کلکتې په لوبډله کې رحمن‌الله ګربز او الله محمدغضنفر لوبېږي او په حیدراباد کې فضل حق فاروقي خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو احتمال شته.

کلکتې دوه ځلې او حیداباد یو ځل د "آی‌پي‌ایل" اتلولي ګټلې ده.

هند کې ټاکنې پيل شوې

د هند د ټاکنو یو تصویر - ارشیف
د هند د ټاکنو یو تصویر - ارشیف

په هند کې د ملي انتخاباتو شپږم پړاو نن پیل شو.

د انتخاباتو په دې پړاو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر له ۱۱۱ میلیون ډېر وګړي ګډون کوي.

په هند کې د عمومي انتخاباتو بهیر د اپریل په ۱۹مه پیل شو چې د جون تر لومړۍ نېټې دوام کوي او د جون په څلورمه د رایو د شمېرنې بهیر پیلېږي.

تمه ده چې په دې انتخاباتو کې به د صدراعظم نریندر مودي بهاراتیا جاناتا ګوند د دریمې پرله پسې دورې لپاره ګټونکی شي.

د هند د انتخاباتو شپږم پړاو داسې مهال پیلېږي چې هوا ډېره توده ده او اټکل کېږي چې په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه نن د سانتيګراد له ۴۵ درجو لوړه شي.

اسراییل د ملګرو ملتونو د محکمې له ممانعت سره سره نن پر رفح ښار بمباري وکړه

پر رفح ښار د اسراییلو د بمبارۍ یوه څنډه
پر رفح ښار د اسراییلو د بمبارۍ یوه څنډه

سره له دې چې د ملګرو ملتونو محکمې چې په رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د سمدستي بندېدو حکم کړی خو د اسراییلو پوځ نن د رفح په ګډون د غزې پر بېلابېلو برخو بمباریو ته دوام ورکړ.

اسراییلو داسې هېڅ نښې نښانې نه دي ښودلي چې د عدالت د نړیوالې محکمې دې حکم به یې پلان بدل کړی وي.

د اسراییلو پوځ له پروني حکم څو ساعته وروسته نن سهار په داسې حال کې چې له حماس ډلې سره یې نښتې روانې وې، د غزې په تړانګه کې هوايي بریدونه وکړل.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د تروریستي ډلې په توګه پېژني.

ویل کېږي چې دا بمبارۍ په رفح او مرکزي ښار دیرالبلح کې وشوې، خو د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ځاچي هنېګبي په یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې په رفح کې داسې پوځي عملیات نه دي کړي او وبه یې نه کړي چې د ټولو یا یوې برخې ملکي فلسطیني وګړو د ژوند د تباهۍ باعث شي.

امریکا اوکراین ته ۲۵۰ میلیونه ډالره اضافي پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا او اوکراین بیرغونه
د امریکا او اوکراین بیرغونه

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د دوه سوه پنځه اویا میلیونه ډالرو اضافي پوځي مرستو اعلان وکړ.

د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د دې لپاره ده چې اوکرایني ځواکونه خارکیف ته نژدې د روسیې د برید مخه ونیسي.

په دې مرسته کې توغندي، د ټانک ضد سیستمونه، یو شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ چک او مالدوفیا ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ چک جمهوریت او مالدوفیا ته سفر کوي.

انتوني بلېنکین به د چهارشنبې په ورځ د مالدوفیا په پلازمېنه کیشیناو کې د دغه هېواد له ولسمشرې مایا ساندو، صدراعظم دورین راسین او یو شمېر نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته د همدې ورځ په ماښام پراګ ته ولاړ شي.

ښاغلی بلېنکین به په پلازمېنې پراګ کې د چک جمهوریت له چاراکو سره وګوري او د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې به د مې د دېرشمې په ماښام ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د مالدوفیا د سفر پرمال له دغه هېواد سره د واشنګتن د یو شمېر مرستو اعلان وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG