د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د کرونا ویروس پېښو په ډېرېدو پاکستان له پوځ مرسته وغوښته


کرونا ویروس پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو په توګه د حکومت له‌خوا پولیس او طبي پرسونل د سړک ګزمې کوي.
کرونا ویروس پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو په توګه د حکومت له‌خوا پولیس او طبي پرسونل د سړک ګزمې کوي.

د کرونا ویروس د پېښو په ډېرېدو سره د پاکستان حکومت هم له پوځ مرسته وغوښته.

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې له پوځه مرسته غوښتې او دوی ته‌یې ښارونو ته د راوتلو امر ورکړی.

د پاکستان مرکزي حکومت تر هغې وروسته د دې هېواد د څلورو واړو ایالتونو په مرکزي ښارونو کې د پوځ د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې چې په ټول پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۷۵ ته پورته شوی او دا شمېرې شېبه په شېبه زیاتېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې یې د کرونا ویروس پر ضد مبارزې لپاره له پوځه مرسته غوښتې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې په دې اړه راغلي، د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې له پاکستاني پوځ نه غوښتنه شوې چې په ټول هېواد کې ملکي ادارو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا د پاکستاني پوځ ویاند جنرال بابر افتخار له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په داسې حساسو شرایطو کې باید سختې پرېکړې وشي او همدا شان‌یې له خلکو غوښتي: "له پوځ او پولیسو سره دې همکاري وکړي او نور له کورونو دې له اړتیا پرته نه‌راوځي."‌

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې له‌مخې، پر خېبر پښتونخوا سربېره‌یې د پاکستان په ۴ ایالتونو، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې هم پوځ ته د راوتلو امر ورکړی دی.

پاکستان
پاکستان

که څه هم په خېبر پښتونخوا کې تر دې دمه د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په سند ایالت کې دي چې شمېر یې ۳۹۴ ته رسېږي. په پنجاب کې بیا کرونا ویروس د مثبتو مریضانو شمېر ۲۴۶ دی.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله تر دې دمه ۶ کسان وژل شوي، چې له دې ډلې ۳ یې د خېبر پښتونخوا وو.

د پاکستان مرکزي حکومت په داسې مهال په ټول هېواد کې د پوځ مرسته غوښتې چې سند ایالتي حکومت تېره ورځ په دې ایالت کې ۱۵ ورځنی قرنطین اعلان کړ او په ټول ایالت کې یې مارکېټونه، بازارونه او هر څه وتړل.

پر سند سربېره د پنجاب ایالتي حکومت هم په دې ایالت کې ټول بازاونه او مارکېټونه د ۱۵ ورځو لپاره وتړل.

د یادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم په دې ایالت کې ټول بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه د روانې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې وتړل.

XS
SM
MD
LG