د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

په نړۍ کې له یو نیم میلیارد وګړو کور کې د پاتې کېدو غوښتنه شوې


ارشیف، د چین ووهان ښار یوه څنډه، هغه ځای چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس په‌کې پيدا شو.
ارشیف، د چین ووهان ښار یوه څنډه، هغه ځای چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس په‌کې پيدا شو.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د نړۍ په سطحه له یو نیم میلیارد وګړو غوښتنه شوې چې په کورونو کې پاتې شي.

د امریکا متحده ایالات تر چین او ایټالیا وروسته درېیم هېواد دی چې ډېر کسان په کرونا ویروس په‌کې اخته دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا کې په کرونا ویروس تر ۴۶۰۰۰ زیات کسان اخته دي او د مړو شمېر په‌کې ۶۱۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی.

د دغه سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم ګبرياسوس وویل، لا هم د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي امکان شته.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس
تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د امریکا په ۱۸ ایالتونو کې چې د وګړو شمېر یې ۱۵۸ میلیونو ته رسېږي او دا د امریکا د نفوس شاوخوا نیمايي برخه جوړوي، په کور کې د خلکو د پاتې کېدو سپارښتنه شوې ده.

خلکو ته ویل شوي، یوازې د خوراکي موادو، دارو درملو یا نورو ضروري لوازمو د رانیولو په هدف تګ راتګ کولای شي.

د امریکا په سطحه کرونا ویروس د څه باندې یو پر څلورمه برخه مړینې په واشنګټن ایالت کې ثبت شوې دي. دا وروستی ایالت دی چې حکومت په‌کې پر کورونو د خلکو د پاتې کېدو امر کړی دی.

کالیفورنیا بل ایالت دی چې کرونا ویروس سخت ځپلی او چارواکو یې د کرونا ویروس د ناروغانو د شمېر له زیاتېدو سره د روغتونونو د ۵۰ زره اضافي بسترونو غوښتنه کړې.

په نیویارک ایالت کې هم دا ویروس ډېر خپور شوی او د اخته کسانو شمېر په‌کې ۲۰ زره ۸۷۵ ته رسېدلی او ۱۵۷ کسان‌یې په نتیجه کې مړه شوی دي. دغه ایالت هم د هوا د تصفیې د ماشینونو، ماسکونو او نورو طبي تجهیزاتو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ارشیف
ارشیف

د امریکا په ۱۸ ایالتونو کې دا تازه محدودیتونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د امریکا د ونډو بازارونه په ټیټېدو دي.

هلته په کانګرس کې د نږدې ۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت د اقتصادي ژغورنې د لایحې پر سر ځکه لانجه روانه وه چې مشرانو جرګې د دې لایحې مخه نیولې وه.

خو د مشرانو جرګې ډیموکرات رهبر چک شومر وویل، مشرانو جرګه ښايي نن سې شنبه دغې لایحې ته چې مخه‌یې نیول شوې وه، رایه ورکړي.

چک شومر
چک شومر

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل، کانګرس باید د مشرانو جرګې لایحې ته، هغسې چې لیکل شوې، رایه ورکړي.

بله‌خوا د خزانې فدرال ادارې اعلان کړی چې د سلګونه میلیارده ډالرو په ارزښت مالي مرسته به د وړو کار و بارونو ادارو ته ورکړي، څو دوی وکړای شي خپلو هغو کارکوونکو ته چې له کورونو کارونه کوي، معاشونه برابر کړي.

په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو نیم میلیارد وګړو ته سپارښتنه شوې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په کورونو کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG