د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

ټوله نړۍ کې ۱۵۶ زره کسان په کرونا وایروس اخته شوي


په روسیه کې بیا د کرونا د پېښو شمېر ۶۳ ته رسېدلی
په روسیه کې بیا د کرونا د پېښو شمېر ۶۳ ته رسېدلی

اروپایي هېوادونو داسې مهال د کرونا وایروس د خپرېدو په وړاندې هڅې چټکې کړي چې ټوله نړۍ کې ۱۵۶ زره کسان په دغه وایروس اخته شوي دي.

اروپایي او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو تر پرون ناوخته پورې د کرونا وایروس د خپرېدو په وړاندې جدي تدابیرو ته داسې مهال دوام ورکړی چې تر اوسه دې وایروس نږدې ۶ زره کسان مړه کړي دي.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان اروپا د دغه سراسري وایروس مرکزي سیمه یاده کړې، هغه وایروس چې د لومړي ځل لپاره تېر ډسمبر میاشت کې په چین کې پیدا شو.

څو اروپایي هېوادونو د دغه وایروس د مخنیوي لپاره د خلکو په تګ راتګ او سفرونو جدي محدودیت لګولی دی.

په اروپا کې له تدابیرو سره سره فرانسې پرون محلي ټاکنې ترسره کړې او ویې‌ویل چې دغه انتخابات د ډیموکراسۍ ساتنې لپاره مهم دي.

د امریکا په هوایي ډګرونو کې هم وروسته تر دې ډېرې ستونزې پيدا شوي چې واشنګټن له ۲۶ اروپایي هېوادونو سره هوایي تګ راتګ بند کړ.

د امریکا هوایي ډګر
د امریکا هوایي ډګر

چین په دغه هېواد کې د کرونا وایروس د پام وړ کموالي خبره کړې، خو دغلته چارواکو په هوایي ډګرونو کې د بهرنیو مسافرو د روغتیایي کنټرول لپاره تدابیر بېرته جدي کړي دي.

دا تدابیر وروسته تر هغه جدي شول چې د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ په چین کې د کرونا ۱۶ پېښې په هغو مسافرو کې رامنځته شوې چې دغه هېواد ته تللي دي.

په همدې حال کې ازبکستان پرون په دغه هېواد کې د کرونا د لومړنۍ مثبتې پېښې راپور ورکړ.

په روسیه کې بیا د کرونا د پېښو شمېر ۶۳ ته رسېدلی او دغه هېواد هغه رېلونه هم درولي چې د اوکراین، لاتویا او مالدووا ترمنځ‌یې تګ راتګ کاوه.

روسیې هغه رېلونه هم درولي چې د اوکراین، لاتویا او مالدووا ترمنځ‌یې تګ راتګ کاوه.
روسیې هغه رېلونه هم درولي چې د اوکراین، لاتویا او مالدووا ترمنځ‌یې تګ راتګ کاوه.

په ایران کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۳ زرو ته رسېدلی او د یکشنبې تر ماښامه له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر هم ۷۲۰ ته رسېدلی و.

د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د کرونا په وړاندې د مبارزې چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغه هېواد کې روغتیایي مرکزونه ورځ تر بلې د کرونا په وړاندې د مبارزې توان له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې د ایران د چارو یو شمېر کتونکي وایي، د ایراني چارواکو د راپور ورکولو چارې شفافې نه‌دي او ممکن له ورکول شویو شمېرو زیات کسان په کرونا اخته وي.

کرونا وایروس چې لمن‌یې څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته رسېدلې، د پراخېدو په حال کې دی، خو اکثرو هېوادونو کې د وایروس د لا خپرېدو مخنیوي ته جدي تدابیر نیول شوي او دغه چارې ورځ تر بلې ګړندۍ کېږي.

XS
SM
MD
LG