د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

بلخي: ایران کې د کرونا وایروس له امله ۱۰ افغانان مړه شوي


د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د کرونا وایروس له امله په ایران کې ۱۰ افغانان مړه شوي.

ایران له چین څخه وروسته هغه هېواد دی چې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر په کې زیات دی.

په دې هېواد کې یو شمېر میشت افغانان هم د کرونا په وایروس اخته شوې چې ځینو یې خپل ژوند هم بایللی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د یک شنبې په ورځ د ولسي جرګې په یوې غونډه کې وویل، یاد وزارت ته رارسېدلي معلومات ښي چې په ایران کې د کرونا وایروس له امله ۱۰ کسه افغانان مړه شوي.

هغه زیاتوي: " تاسو ته بهتره جوته ده چې په ایران کې د افغانانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول مشکل دي، د دې لپاره چې کله یو کس په کرونا وایروس اخته شي هغه قرنطین کیږي، او هغه څوک چې مړ کېږي هغه په قرنطین ډول خاورته سپارل کېږي، تر اوسه چې موږ خپل تشخیص کړی ۱۰ افغانان د کرونا وایروس له امله مړه شوي. "

ښاغلی بلخي وايي، داچې څومره کسان په ایران کې په کرونا وایروس اخته دی دقیق معلومات یې نشته.

هغه همداراز ونه ویل چې مړه شوي افغانان څنګه او چیرته خاوروته سپارل شوي.

خو په ایران کې افغانان په څه وضیعت کې دي؟

زهرا چې د ایران په پلازمېنه تهران کې له خپل خاوند سره ژوند کوي ازادي راډیو ته وویل، هغه او خاوند هم د ایرانیانو په څېر د کرونا وایروس په اړه جدي اندېښنه لري.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

خو د دې وایروس د مخنیوي لپاره تر اوسه زهرا څه کړي؟

هغې وویل: "تقریباً دوه اوونۍ کېږي چې په کور کې یو، بهر ته نه وځو، هغه څه ته چې اړتیا لرو د انټرنېټ له لارې یې اخلو، که کله هم اړتیا وي نو زموږ یو کس بهر وځي او هغه روغتیا لارښونې چې دي موږ یې عملي کوو."

په ایران کې بل میشت افغان محمد رضا چې هغه هم په تهران کې ژوند کوي وايي، په ایران کې د روغتونو رویه له ناروغانو سره سمه نه ده.

رضا وویل: "هغه څه چې افغانان یې سخت اندېښمن کړی هغه د ایراني رغتونونو رویه له افغان ناروغانو سره ده، هغه رویې چې په تېره کې له افغانانو سره کړې هغې ته په کتو سره موږ معلومات نه لرو چې په تهران کې څومره افغانان په کرونا وایروس اخته شوي خو د ایران په قم ښار کې چې هلته افغانان هم ژوند کوي زما د معلوماتو له مخې تر دا مهاله 7 افغانان مړه شوي دي. "

د ایران هېواد د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۳ زره او ۹۳۸ او د مړو شویو شمېر ۷۲۴ کسانو ته رسېدلی.

دغه وایروس چې د تېر میلادي کال د ډېسېمبر میاشتې په ورستیو کې په چین کې پیدا شوی او اوس د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو لکه ایتالیا، جنوبي کوریا، اروپا او امریکا ته رسېدلی.

په افغانستان کې هم تر دا مهال ۱۶ پېښې د کرونا وایروس ثبت شوي چې ډير یې د ایران ګاونډ هرات ولایت کې دي.

XS
SM
MD
LG