ایراني رسنۍ وايي، دغلته د ایران د ستر مذهبي مشر یو بل لوړپوړی سلاکار په کرونا وایروس اخته شوی.
د دغو رسنیو د راپور له مخې، په بهرنیو چارو کې د دې هېواد د ستر مشر علي خامنهيي یو لوړپوړي سلاکار علي اکبر ولایتي، په (کووایډ-۱۹) وایروس د اخته کېدو نښې نښانې ښودلې دي او د ۱۴ ورځو لپاره په خپل کور کې قرنطین شوی دی.
ولایتي چې د خامنهيي یو مهم سلاکار دی، په ایران کې د اغېزناکو څېرو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه پورې د ایران اته چارواکي په کرونا وایروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي. په دې کې دې ایتالله علي خامنهيي یو بل سلاکار محمد میر محمدي هم شامل دی.
له بلېخوا په هغو ۱۰ زرو ایرانیان کې چې دا مهال په (کووایډ-۱۹) وایروس اخته دي، لږترلږه ۱۴ تنهیې د ایران لوړپوړي چارواکي دي.
ایران په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی دی. په دې هېواد کې تر اوسه د (کووایډ-۱۹) په نوم دې وایروس نږدې ۴۳۰ کسان وژلي دي.
ایران، چین او ایټالیا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې د کرونا وایروس تر نورو هېوادونو ډېر ځپلي او په دې وایروس تر ټولو زیات اخته کسان پهکې دي.
په نړۍ کې د مشهورو کسانو په ډله کې د کاناډا صدراعظم جستن ترودو هم ځان قرنطین کړی ځکه چې مېرمنیې په دې وایروس اخته شوې ده. د ترودو دفتر ویلي چې تر اوسه خپله د جستن تردو په وجود کې د (کووایډ-۱۹) وایروس نښې نهدي لیدل شوي.
له دې سره په یو وخت د برازیل د ولسمشر د عامه اړیکو د مسؤل د معایناتو نتیجه، د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د نوموړې له لیدنې څو ورځې وروسته مثبته راوتلې ده.
خو سپینه ماڼۍ وايي، ټرمپ نهغواړي چې خپل ځان معاینه یا قرنطین کړي.
په اروپا کې تر بل هر هېواد زیات ایټالیا په کرونا وایروس د اخته او پرې د مړو شویو کسانو لوړې شمېرې لري. په دې هېواد کې د پنجشنبې په ماښام د کرونا وایروس د قربانیانو شمېر تر زر تنو واوښت، همدارنګه تر ۱۵ زرو زیات کسان دا مهال په ایټالیا کې پر دې وایروس اخته دي.
په ګڼو اروپايي هېوادونو کې پر لویو غونډو او له دې ډلې د فوټبال په شمول پر ورزشي لوبو بندیز لګېدلی دی.
د ایټالیا د فوټبال لیګ دا مهال ځنډول شوی او د دې هېواد یو مهم ټیم یوونتوس تورین چې کریستیانو رونالدو هم پهکې دی، قرنطین شوی دی.
په اسپانیا کې هم د فوټبال لویې سیالۍ ځنډول شوې دي.
د ریال ماډرید د فوټبال ټیم ټول غړي هم قرنطین شوي دي، ځکه د ریال ماډریډ د باسکټبال د ټیم یو غړی په کرونا وایروس اخته شوی و او اوس د دې وېره شته چې ښايي نورو لوبغاړو تهیې هم دا وایروس لېږدولی وي.
خو په نورو هېوادونو کې له دې ټولو مسئلو سره، په چین کې چې د کرونا وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی، وضعیت د ارامۍ خواته روان دی.
په چین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وایروس د اخته کسانو اووه پېښې ثبت شوې دي او اته کسان هم په دې وایروس مړه شوي دي.
په چین کې په کرونا وایروس د اخته کسانو عمومي شمېر تر ۸۰ زرو او ۸۰۰ اوښتی دی چې د دې تر نیمايي زیات رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
تر اوسه په دې هیواد کې تر درې زرو زیاتو کسانو د کرونا وایروس له کبله ساه ورکړې.