د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

'داعش د افغان ځواکونو له دفاعي حالته په ګټې اخیستنې حملې کوي'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داعش ډله د افغان ځواکونو له دفاعي حالته په ګټې اخیستنې حملې کوي.

دغه وزارت وايي چې ټولې وسله‌والې ډلې د دې اوونۍ تر پایه فرصت لري څو د خلکو له وژنې لاس واخلي​.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش ډلې حضور وېشلی دی.

اغلې امیني زیاتوي: "هغه دلیل چې په دې وروستیو کې دې ډلې د افغانستان د خلکو پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه پیل کړي، دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، نه په بریدګر وضعیت کې او دوی له دې حالت ګټه اخلي."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي و، امنیتي ځواکونه به یوازې د طالبانو پر وړاندې دفاعي حالت ولري او د داعش او نورو ډلو پر وړاندې به‌یې عملیات روان وي.

که څه هم افغان حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې ملا ماته او دا ډله‌یې نابوده کړې، خو په کابل کې د دوو وروستیو حملو مسؤلیت دې ډلې منلی دی.

د مزاري د تلین پر مراسمو د برید شااوخوا سیمه کې امنیتي ځواکونه.
د مزاري د تلین پر مراسمو د برید شااوخوا سیمه کې امنیتي ځواکونه.

د تېرې جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۵ تلین په مناسب پر جوړې شوې غونډې حمله چې له امله‌يې ۳۲ تنه ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول او همدا ډول د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو برید، هغه دوه پېښې دي چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې منلی دی.

خو له دې سربېره اوس هم د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې ملا ماته کړې ده.

د ولسمشر غني او عبدالله د لوړې مراسمو پر مهال د ویشتل شویو راکټونو په پایله کې ویجاړ شوی موټر.
د ولسمشر غني او عبدالله د لوړې مراسمو پر مهال د ویشتل شویو راکټونو په پایله کې ویجاړ شوی موټر.

په ورته وخت کې یو شمېر نظامي شنونکي وايي، داعش ډله اوس هم په افغانستان کې فعاله ده او ملاتړي یې هم کابل کې دي.

له ډلې یې عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وايي، امنیتي ځواکونه باید نه‌یوازې په بریدګر حالت، بلکې په دفاعي حالت کې هم باید دښمن ته متوجې واوسي او د بریدونو مخه‌یې ونیسي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

د امرخېل په خبره، که څه هم په یو شمېر برخو کې داعش ډله ځپل شوې، ولې بیا هم په ځینو سیمو کې فعاله ده.

ښاغلی امرخېل زیاتوي: "هغه پېښې چې په کابل کې وشوې، ښيي چې داعش او ملاتړي یې کابل کې دي او له دې باید منکر نه‌شو."

د نظامي چارو بل شنونکی جاوېد کوهستانی وايي، داعش ډله په افغانستان کې مهار کېدلای شي، خو ځینې کړۍ په کابل کې نه‌غواړي چې دا ډله له‌منځه ولاړه شي.

جاوېد کوهستاني
جاوېد کوهستاني

ښاغلی کوهستاني زیاته کړه: "که دولت وغواړي کولای شي چې د دې ډلې ریښه له‌منځه یوسي. لومړی جدي اقدام نه‌کېږي او له یو شمېر موجوده مشکوکو کړیو سره دا ډله اړیکه لري."

د کوهستاني په خبره، له داعش ډلې څخه په افغانستان کې د ابزار د الې په توګه ګټه اخیستل کېږي.

دا شنونکي په دې باور دي چې په یوه وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم به د ترهګرو ډلو د لا فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG