د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

داعش د مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسوولیت ومانه

داعش ډلې ویلي د احمد تاجکي او بل عبدالرحمان مهاجر په نومونو د دوی دوو وسله والو کړی او په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، کابل کې ځانګړو پولیسو د دریو بریدګرو په وژلو سیمه تصفیه کړې ده.

رحیمي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په دې برید کې تر اوسه ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

خو عامې روغتیا وزارت د ټپیانو شمېر ۵۵ تنه ښيي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین پر مراسمو د بریدګرو له ډلې ۱تن د ځانګړو پولیسو له لوري ووژل شو.

هغه زیاته کړه، د نورو بریدګرو د وژنې په اړه هڅې روانې دي.

نوموړی وايي، ټول هغه کسان چې سیمه کې وو بل امن ځای ته لېږدول شوي دي.

افغان چارواکي وايي، کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵ م تلین پر مراسمو ننني برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او تر ۲۹ زیات نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په دې برید کې تر اوسه ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

د رحیمي په وینا دا وروستۍ شمېرې نه دي او بدلون په کې راتلی شي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې سیمې ته د پولیس ځانګړې قطعات د تصفیې لپاره رسیدلې.

د حزب وحدت ګوند چې د تلین دا مراسم یې جوړ کړي و، مشر یې کریم خلیلي وايي، یوازې د محمد علي جناح روغتون ته د پېښې له ځایه پ۲۳ جسدونه او له ۳۳ ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړي چې یو ساعت مخکې یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، جګړه لا هم په سیمه کې روانه ده او وضیعت ډیر مبهم دی.

هغه زیاتوي: "یوازې د محمد علي جناح په روغتون کې تر اوسه د ۲۳ شهیدانو راپور ورکړل شوی او ۳۳ نور ټپیان بلل شوې دي، له نورو روغتونونو څخه لا هم معلومات نه شته چې هلته څومره ټپیان او مړه وړل شوي دي، وضیعت همداسې ګونګ او ناڅرګند دی."

په کابل کې د محمد علي جناح له روغتون سره د ازادي راډیو اړیکه ټینګه شوه، خو هغوی د مړو او ټپیانو د شمير په اړه د جزییاتو له ورکولو ډه ډه وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې د محمد علي جناح په روغتون کې ګڼ شمير مړه او ټپیان لیدل کېږي.

په غونډه کې راټول شوي چارواکي او سیاسي مشران له پېښې روغ وتلي.

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا په مړو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر کریم خلیلي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د عبدالعلي مزاري د ۲۵ م تلین په مراسمو د وسله والو کسانو په ډزو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي خو په خبره یې ممکن د پېښې تلفات له دې واوړي.

هغه زیاته کړه، د پېښې ټپیان روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG