د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

'د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره باید د طالب بندیانو ازادي شرط نه‌وي'


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي.

د سولې په چارو د دولت وزارت وايي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په شدت کار روان دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وویل چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ته د یو فرصت په توګه ګوري او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره باید د طالب زندانیانو خوشې کول شرط نه‌وي، بلکې په دې موضوع باید په مذاکراتو کې بحث وشي.

ښاغلی رحیمي وايي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره په شدت کار روان دی ترڅو په ټاکلې نېټه چې د روانې میلادي میاشتې ۱۰مه ده، پیل شي.

له ازادي راډیو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي ځانګړې مرکه.
له ازادي راډیو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي ځانګړې مرکه.

ښاغلي رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۳» له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړه: "موږ مذاکرات یو فرصت بولو او د پیل لپاره‌يې خپل ټول امکانات په کار اچوو، موږ اماده کېږو او اماده یو، خو د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل یوازې په موږ پورې اړه نه‌لري، بلکې نورو اړخونو پورې هم اړه لري."

دی وايي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره په پلاوي بحثونه شوي او اوس د وروستي کېدو په حال کې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر دغه‌شان وویل چې د دغه مذاکرتي ټیم شمېر ښايي له ۱۵ تر ۲۰ نفرو وي او په دې اړه له ټولو اړخونو او سیاسي څېرو سره خبرې شوې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو" تړون د لاسلیک غونډه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو" تړون د لاسلیک غونډه.

خو ښاغلی رحیمي وايي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل او ادامه به اسانه کار نه‌وي په وړاندې به لوړې ژورې ولري.

ښاغلی رحیمي وايي طالبان کولای شي خپلې ټولې غوښتنې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې مطرح او حتی یوې پایلې ته ورسېږي.

په همدې حال کې د سولې لپاره د افغان ځوانانو د تماس ډلې د دارالانشا رئیس سنګر امیرزاده وايي فکر نه‌کوي چې بین‌الافغاني مذاکرات دې په ټاکلي وخت پیل شي.

د تماس ډلې د ځوانانو غونډه.
د تماس ډلې د ځوانانو غونډه.

ښاغلي امیرزاده زیاته کړه: "افغان حکومت زیات وخت ضایع کړ، زه اندېښنه لرم چې مذاکراتي ټیم په بېړه جوړ نه‌شي چې په کور دننه به د سیاسي ستونزو لامل شي، نو په دې اساس اړتیا ده چې که یوه یا دوه ورځې وروسته کېږي هم، خو باید یو ټول‌ګډونه پلاوی وټاکل شي چې انحصاري نه‌وي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې هوکړې په اساس ټاکل شوې چې بین‌الافغاني خبرې اترې د روانې میلادي میاشتې په ۱۰مه پیل شي.

طالبانو د دغه خبرو د پیل په هدف د ۵ زره طالب زندانیانو په خوشې کولو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وايي چې د زندانیانو د خوشې کولو پر موضوع باید په بین‌الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي.

XS
SM
MD
LG