د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

له ښونځیو فارغ شوي زده کونکي د شهادتنامې د اخیستو بهیر کې ځنډ اندېښمن کړي


ارشیف
ارشیف

له ښونځیو یو شمیر فارغ شوي زده کوونکي د شهادتنامې د اخیستلو په د بهیر کې ځنډ اندېښمن کړي.

له ښونځیو نه یو شمېر فارغ شوي زده کوونکي وايي، دولس کاله زده کړو دومره نه دي ستړي کړي لکه څومره چې د شهادت نامې د ورکړې پروسې ستړي کړي دي.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغه ځنډنۍ پروسې شکایت وکړ ویې ویل، د شهاتنامو د اخیستلو لپاره په میاشتو او ان کلونه انتظار باسي.

دوی دا هم وايي چې، په دې برخه کې ستونزې او ځنډ د دې لامل ګرځیدلی چې دوی ښې او مهمې دندې او بورسیې له لاسه ورکړي.

رحمت الله چې د نازو انا له ښونځي فارغ شوی وایي، د دریو کلونو راپه دیخوا د خپل شهاتنامه د ترلاسه کولو هڅه کوي خو لاهم نه دی بریالی شوی.

هغه زیاتوي: "زه په ۱۳۹۵ کال کې له مکتبه فارغ شوی یم خو لا تراوسه شهاتنامه مې نه د ترلاسه کړې، کله چې ادارې ته ورځم نن او سبا کوي او نه یې راکوي."

حکمت الله بل فارغ شوی زده کوونکی چې دی هم له ورته ستونزې سره مخ دی وايي، د شهاتنامې نه لرل د بورسیې اخیستل او د دندې تر لاسه کول ستونزمن کړي.

هغه وايي: "دوه کاله کېږي چې زه فارغ شوی یم خو تر اوسه شهادت نامه نه لرم، اوس مهال چې د بورسيې وخت دی خو د شهاتنامې نه لرل د فراغت د نه تصدیقېدلو په مانا ده، نه یوازې بورسیې بلکه ښه کاري فرصتونه هم زما له لاسه تللي."

دوی زیاتوي که په خپله د شهاتنامې د اخیستلو اقدام کوي سرګرداني یې ډېره ده او دفتر په دفتر باید وګرځي چې هم ورته وخت پکار دی او هم یې لکښت ډېر غواړي.

خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا اصلي او اساسي ستونزه یو شمېر ولایتونو ته د برېښنايي سیستم د نه انتقال موضوع یادوي چې په خبره یې امنیتي او تخنیکي ستونزې یې په وړاندې خنډ دي.

نوموړې زیاتوي: "شکایتونه تر اوسه هم موجو دي چې دلیل یې په بشپړ ډول د برېښنايی سیستم نه پلي کېدل دي، په روانه کال کې ۱۷۳۳۲۰ قعطې شهاتنامې دي چې یوازې ۷۷۴۲۰ یې د برېښنايي سیستم په مرسته ویشل شوي او پاتې یې د سنتي سیستم په توګه چې یو شمېر ولایاتو ته د برېښنايي سیستم د نه انتقالولو لامل امنیتي او تخنیکي ستونزې دي، او زموږ لومړیتوب هغه فارغ شوي زده کونکي دي چې بورسیې ته نوماندان دي."

آغلې نزهت زیاتوي چې په بلخ، هرات، خوست، ننګرهار ، لغمان، کونړ، پنجشیر، سمنګان، بادغیس، ارزګان، کابل، میدان وردګ، پکتیا، کندهار، زابل او نورستان ولایاتو کې د برېښنايي سیستم په مرسته شهادتنامې ویشل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د برېښنايي سیستم له لارې د شهادت نامو وېش به، تر ډېره د کاغذ پرانیو او د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي.

راپور- ګیتي صدیقي

XS
SM
MD
LG