د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د کونړ زده‌کوونکي: ټولګي کې ۴ یا ۵ کتابونه وي چې پرې راټول یو


د کونړ ولایت یو ښوونځی.oct2018
د کونړ ولایت یو ښوونځی.oct2018

په کونړ کې زده‌کوونکي او ښوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، په ټولګي کې څلور یا پنځه کتابونه وي چې زده‌کوونکي پرې راټول وي.

د شیګل ولسوالۍ اړوند یو مختلط منځنی ښونځی چې په‌کې له ۳۰۰ زیاتې نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي، خو د کتابونو له نشتونه سرټکوي

شهلا او فضیله وایي: "ډېری کتابونه مو نشته لکه پښتو،انګلیسي،دري ،ټولنیزه پوهنه او نور ګڼ کتابونه.

-د کتابونو د نشتوالې له امله ډېری وختونه بې درسه پاتې کېږي او د ازموینو پرمهال ګڼو ستونزو سره مخ یو."

د کونړ یو ښوونځی
د کونړ یو ښوونځی

د یاد ښوونځي ښوونکی احمدالله هم وایي چې د کتابونو د کموالي په وجه د زده‌کوونکو ترڅنګ دوی هم زیات مشکلات لري

په کونړ کې د پوهنې ریاست تدریسې مرستیال عبدالقهار اخونزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کتابونو د کمي د پوره کول له‌پاره يې ګڼ مکتوبونه وزارت ته لیږلي او ورته يې ډاډ ورکړی چې دغه مشکل به ژر حل کړي.

هغه له زده‌کوونکو غواړي چې کوم کتابونه ورکول کېږي باید ښه يې وساتي، څو له هغوی وروسته زده‌کوونکي هم ترې ګټه واخلي او د دوی په څېر د کتابونو کمي سره مخ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG