د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۴

زده کوونکي: د کونړ د ماهیپر تنګي ښوونځي لپاره دي ودانۍ جوړه شي


د کونړ اسمار ولسوالۍ د ماهیپرتنګي لومړنی ښونځی شپږ ټولګي لري د دغو ټولګیو څخه يې دوه ټولګي د شلېدلو او ریښې ریښې ترپالونو لاندې ناست دي.

دوه يې د ادارې دېوالونو سیورو ته او دوه نور يې بیا نه سیوری لري او نه شلېدلي ترپالونه زده کوونکي يې سور لمر او سپېرو بادونو ته ناست خپلې زده کړې کوي.

رحمت الله د پنځم ټولګي زده کوونکی دی.

مخ او لاسونه يې په سپیرو خاورو ککړ دي وايي:

"سرپناه نه لرو، سور لمر او بادو باران ته ناست یو، کله چې باران او باد زیات شي نو موږ رخصت کېږو او کورونو ته ځو، هر وخت له سبقونو پاتي یو، له حکومت غواړ چې راته تعمیر جوړ کړي څو موږ پکې سبق ووایو."

یاد ښونځی مختلط دی او پکې نجونې هم هلکانو سره یوځای سبق وايي عبیده د شپږم ټولګي زده کوونکې ده وايي، په سپیرو خاورو کې يې ځکه زده کړو ته دوام ورکړی چې راتلونکي يې روښانه شي.

د ماهيپر تنګي ښوونځي زده کوونکي
د ماهيپر تنګي ښوونځي زده کوونکي

عبیده وايي:

"کله چې ګرمي او یا باران وي بیاهم سبق نشو ویلی، زه غواړم چې خپل سبقونه ووایم او په راتلونکي کې داکټره شم او خلکو ته خدمت وکړم."

د ماهیپر تنګي د لومړني ښونځي ښوونکي مولوي نصرالدین ازادي راډیو ته وویل د تعمیر د نشتوالي له امله ګڼې ستونزې ګالي خو که دوی د ستونزو د حل په هیله لاس تر زنې کینې نو ټول زده کوونکي به يې له تعلیم بې برخې شي.

هغه وايي:

"دا شپږ صنفه چې لومړنی ښوونځی دی، په دې کې مو دوه دري سوه ماشومان راټول کړي او ورته سبقونه وایو، ستونزې ډېرې دي که موږ د ستونزو او تعمیر جوړولو په طمعه کېنو تو دا ټول ماشومان به له درس ویلو بې برخې پاتې شي، موږ او زده کوونکي یو ډول مشکل سره مخ یو."

د ښوونځي زده کوونکي او ښونکي له حکومته غواړي چې ورته ودانۍ جوړه کړي څو په ارام ماحول کې درسونو ته دوام ورکړي:

"لومړی دې الله په دې ملک کې امن راولي او له حکومت غواړو چې موږ ته ښایسته تعمیر جوړ کړي، اوس موږ تعمیر نه لرو کله چې باران وي نو کتابونه،حاضريګانې او د ښونځي ټول سامان لمدېږي."

ماهیپر تنګي ښوونځی
ماهیپر تنګي ښوونځی

د کونړ د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په ولایت کې يې ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې زیاتو ستونزو سره مخ دي او دوی سره مرکزي حکومت ژمنه کړې چې ورته یو شمېر ودانۍ جوړي کړي.

همدرد وړاندې وویل:

"موږ خومجموع کې د۳۰۷ بابه ښوونځیو ودانۍ نه لرو، موږ د دې لپاره باربار د حکومت او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې ده، ولسمشر هم ژمنه کړې چې ۸۰۰۰ شااوخوا ښونځیو ته به ودانۍ جوړوي او زه هیله من یم چې په هغه کې به زموږ یو شمېر ښونځي هم د سرپناه خاوندان شي، د ماهیپر ښونځی مو هم لیست کې دی، اوس مهال مو په اسمار کې په دوه ښونځیو چې لیسې دي او د زده کوونکو شمېر یې زیات دی ورته تعمیرونه جوړېږي."

د کونړ په څیر د هېواد په اکثرو ولایتونو کې ښوونځي ودانۍ نه لري د دغې ستونزې د هوارې لپاره ولسمشر غني ژمنه کړې چې په ټول هېواد کې به په دوه کلونو کې شااوخوا ۸۰۰۰ ښونځیو ته پخې او اساسي ودانۍ جوړي کړي خو تراوسه د ژمنه شویو ښونځیو څخه يې په یو هم کار نه دی پیل شوی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG