د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۳

د نورستان زده کوونکي او ښوونکي د ښونځیو لپاره ودانۍ غواړي


د نورستان د زده کوونکو یو انځور

په نورستان کې زده کوونکي او ښوونکي د ښونځیو د تعمیرونو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وایي چې له درس او مکتب سره بې حده مینه لري،خو د تعمیرونو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي او ډېری وختونه یې درسونه د باد او باران په وجه پاتې کېږي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي چې په دوو کالو کې به په نورستان کې ټولو ښونځیو ته ودانۍ ورغول شي.

ده وویل: تقریباً ۵۵ بابه ښونځي جوړوو چې په هغوی کې د ۴۰ بابه لپاره پېسې را انتقال شوي. ۳۷ بابو ته پېسې ورکړل شوي او پرې عملاً کار پیل شوی، په راتلونکو دوو کالو کې به په نورستان کې ټولو ښونځیو ته ودانۍ جوړې شي او هېڅ ښونځی به بې ودانۍ پاتې نشي.

ولسمشر غني ژمنه کړې چې په ټول هېواد کې به ۶۰۰۰ ښونځیو ته په پاخه او اساسي ډول ودانۍ جوړوي، خو تراوسه په زیاتو ولایتونو کې په دغو ښونځیو کار نه دی پیل شوی.

XS
SM
MD
LG