د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د مالي اقدام ډله: لاهم ترهګرې ډلې له نشه یي موادو او طبیعي زیرمو تمویلېږي


د فبروري میاشتې په نولسمه د مالي اقدام ډلې په پاریس کې خپله غونډه وکړه چې د ۲۰۵ هیوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون درلود. 
د فبروري میاشتې په نولسمه د مالي اقدام ډلې په پاریس کې خپله غونډه وکړه چې د ۲۰۵ هیوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون درلود. 

مالی اقدام ډلی د تراهګرو او جرمي ډلو د نشه يي موادو او نورو غير قانوني مالي سرچينو څرنګوالی وارزاوه.

د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په نولسمه نېټه د مالي اقدام ډلې (FATF) په پاریس کې خپله اووه ورځنۍ غونډه وکړه چې د ۲۰۵ هیوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون درلود.

د غونډې په لومړۍ ورځ پر دې باندې بحث وشو چې تراهګري او جنګي ډلې څنګه د جګړې لپاره له نشه یي موادو او طبعي زېرمو څخه تمویلېږي.

که څه هم چې د افغانستان استازي په دې غونډه کې نه ول، خو د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال وایی، چې د مالي اقدام ډله د تراهګرو د مالي تمویل د مخنیوي په برخه کې د افغان دولت له کړنو څخه راضی ده.

هغه زیاته کړه: " افغانستان اوس د مالي اقدام ډلې په سپین لیست کې دی او د روڼتیا په برخه کې د دوی د څېړنو له مخې د افغان دولت کړنې ورته د قناعت وړ دي. د افغان دولت څو اداری په دی برخه کې کار کوی، د افغانستان بانک د مشکوکو مالي معاملاتو د څار او ارزیابي اداره جوړه کړه چې دا اداره به ټول مشکوک مالي راپورونه څېړي."

د مالي اقدام ډله یوه نړیواله اداره ده چې د پیسو سپینولو او د تراهګرو ډلو د تمویل د مخنیوي په برخه کې کار کوي. دا اداره له دولتونو سره همکاري کوي چې د پیسو سپینولو او تروریزم د مالي تمویل د مخنیوي لپاره ستراتېژۍ او پروګرامونه جوړ کړي.

د نړیوالو ادارو د ارزیابي پر اساس د نړۍ تر ټولو ډېر کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي او تراهګرې ډلې هرکال د افغانستان له نشه یی موادو څخه (۵۰۰) میلیونه ډالر ترلاسه کوي. په اروپایي بازارونو کې د دې موادو له خرڅلاو وروسته یې پیسې له بېلابېلو مالي لارو څخه په افغانستان او سیمه کې تراهګرو ډلو ته رسېږي.

د مالي او بانکي چارو کارپوه محب شریف وایي چې افغانستان د پیسو د سپینولو او د تراهګرو ډلو د مالي تمویل له اړخه ډېر زیانمن شوی دی.

هغه زیاتوي: " افغانستان له نشه یي موادو څخه د تر لاسه شویو پیسو او یا هغو تورو پیسو له امله ډېر زیانمن شوی دی چې د حوالې او بانکونو له لارې له یوه کس څخه بل ته لېږل کېږی. په دې برخه کې هغه مالي قوانین او مقررې چې په نوره نړۍ کې شته، په افغانستان کې نشته او تر ټولو خطرناک یې دا چې په ځینو حالاتو کې لوړ پوړي چارواکي د تراهګرو ډلو په تمویل کې ښکیل دي. ځکه نو هغه باور نشته چې باید په نړیواله کچه پر افغانستان باندې شوی وای، آن دا چې د افغانستان ځینې دولتي او خصوصي بانکونه په نړیوالو بانکونو کې د حساب پرانیستلو پرمهال له ستونزو سره مخ دي."

د سیګار ادارې د څېړنو پر اساس هر کال له مخدرو موادو څخه د تر ترلاسه شویو یو میلیارد ډالرو څخه یې څه د پاسه دوه سوه میلیونه ډالر یوازې طالبانو ته رسېږې چې په دې برخه کې د افغان دولت او نړیوالو همکارانو ګډ پروګرام اغېزمن نه دی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG