د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

اجرائیه ریاست پاکستان ته د «FATF» له وروستي ګواښه هرکلی وکړ


د افغانستان اجرائیه ریاست د ترورېزم پر وړاندې د لازمو اقداماتو په اړه پاکستان ته د مالي اقدام ډلې یا «FATF» له ګواښه هرکلی کوي.

اجرائیه ریاست وايي، ترورېزم د ټولو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او د دغې پدیدې د ملاتړو پر وړاندې نړیوال فشارونه ګټور تمامېدای شي.

دغه ریاست د ترورېزم پر وړاندې د لازمو اقداماتو په اړه پاکستان ته د مالي اقدام ډلې یا «FATF» له ګواښه د هرکلی تر څنګ وویل، هېڅ شک نه‌شته چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي.

امید میثم.
امید میثم.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې هېڅ شک نه‌شته، له بده مرغه د پاکستان حکومت له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او ترورېستي ډلې هلته پټنځایونه لري، د دې لپاره چې پاکستان حکومت د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي د فشارونو راوستل پرې یو ښه ګام دی."

دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د فوربس امریکايي نشریې او د هند د ایکونومیک ټایمز د راپورنو پر بنسټ د مالي اقدام ډلې پاکستان ته ګواښ کړی که چېرې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې د ترورېزم پر ضد لازم اقدامات ونه‌کړي کېدای شي چې دغه هېواد د نړیوالې بانکدارۍ پر ممنوعه سیمې بدل شي.

د دغې هندي نشریې د راپور پر بنسټ، د مالي اقدام ډلې له پاکستانه غوښتي چې د لازمو اقداماتو له لارې دا وښيي چې د جماعت‌الدعوه، جیش محمد او دوی ته اړوندو ډلو د تمویل لارې یې تړلې دي.

د مالي اقدام ځانګړې ډله «FATF» یو بین‌الحکومتي سازمان دی چې پراختیايي سیاستونو ته په پام سره د «G7» هېوادونو په نوښت په ۱۹۸۹ کال کې د پیسو مینځلو، ترورېستي مالي ملاتړ او دغه‌راز نورو خطرونو سره د مبارزې لپاره چې د مالي سیستم یووالی له خطر سره مخ کوي، جوړ شو.

د دغې ډلې دوه درالانشاګانې د اقتصادي او پراختیايي همکاریو په سازمان کې په پاریس کې دي.

این نهاد بین‌المللی ۳۷ عضو دارد به شمول هند، ترکیه، چین، ایالات متحده، بریتانیا، فرانسه و جرمنی و اعضای این اتحادیه شامل کشورهای می‌باشند که از مراکز مهم مالی جهان محسوب می‌شوند.

اسرائیل و عربستان سعودی به حیث ناظر درین نهاد حضور دارند.

دغه نړیوال بنسټ د هند، ترکیې، چین، متحده ایالاتو، بریټانیا، فرانسې او جرمني په شمول ۳۷ غړي لري او د دغې ټولنه کې هغه هېوادونه شامل دي چې د نړۍ د سترو مالي مرکزونو په توګه پېژندل کېږي.

اسرائیل او سعودي عربستان په دغه بنسټ کې د څارنې دنده لري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل د افغان چارواکو له لوري د طالبانو او ترورېستي ډلو پر ملاتړ تورن شوی هغه تورونه چې اسلام‌اباد تل رد کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی علي کاظمي پاکستان ته د مالي اقداماتو ډلې ګواښ پر ځای بولي او وايي چې نړیوال هېوادونه د وخت په تېرېدو سره په دې پوهېدلي چې د ترورېزم اصلي ریښې په پاکستان کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له همدې فرصته افغانستان کولای شي چې د نړۍ نور هېوادونه لکه متحده ایالات، د ناټو غړي هېوادونو او همداراز یو شمېر اسلامي هېوادونو پام راوګرځوي چې د افغانانو حقانیت ثابت شو او نړیوال دې نتیجې ته رسېږي چې پاکستان دوه مخی چلند کړی."

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه حمید عزیز ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د مالي اقداماتو ډلې دغه فشارونه د افغانستان مسایلو پورې تړاو نه‌لري خو افغان حکومت کولای شي چې د سولې او ثبات لپاره ترې د یوه فرصت په توګه کار واخلي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG