د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

پاکستان د مالي اقدام د کاري ډلې د سازمان په تور لېست کې نه شاملېږي


د مالي اقدام کاري ډلې د ناستې یو انځور
د مالي اقدام کاري ډلې د ناستې یو انځور

د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) نن جمعه پرېکړه وکړه چې پاکستان دې د دغه سازمان په تور لېست کې نه شاملېږي.

د مالي اقدام کاري ډله يا (FATF) چې مرکز يې په پاريس کې دى، هغه سازمان دى چې ځيني حکومتونه په کې شامل دي.

دغه سازمان په ١٩٨٩میلادي کال کې د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو يا G-7 په نوښت ايجاد شو.

د جي۷ د غړو هېوادونو د بیرغونو یو انځور
د جي۷ د غړو هېوادونو د بیرغونو یو انځور

د مالي اقدام کاري ډلې عمده هدف د پيسو مينځلو په وړاندې مبارزه وه، خو په ٢٠٠١ کال کې يې په اهدافو کې د ټرورېزم د تمويل پر سرچينو څارنه هم شامله شوه.

په دې ډله کې دا مهال ٣٧ هېوادونه او دوه سيمه ييز سازمانونه، د خليج د همکارۍ شورا او اروپايي کمېسيون شامل دي چې د لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو استازيتوب کوي.

د مالي اقدام کاري ډله د يوه اجرائيه رئيس له خوا اداره کېږي چې دغه رئيس د پيسو مينځلو په وړاندې په مبارزه کې د رهبرۍ او د فعاليتونو د همغږۍ مسؤليت لري.

د ټرورېزم د تمويل پر سرچينو او د ډله ييزو وژنو د وسلو د مخنيوي پر چارو هم څارنه کوي.

د مالي اقدام د کاري ډلې په لېستونو کې کوم هېوادونه شاملېږي؟

د مالي اقدام کاري ډله د تحقيقاتو صلاحيت نه لري، خو هغه هېوادونه چې د پيسو مينځلو او د ټرورېزم د تمويل د سرچينو په برخه کې د دغه سازمان د څېړنو پر اساس ستونزې لري، له دغه سازمان سره يې د همکارۍ د اندازې له مخې په کلنيو لېستونو کې يې شاملېږي.

په تور لېست کې غير همکار او ترورېست پالونکي هېوادونه شاملېږي، په خړ لېست کې هغه هېوادونه شاملېږي چې د ټرورېزم د تمويل پر سرچينو کافي کنټرول نه لري.

شمالي کوريا د دغه سازمان په تور لېست کې شامل هېواد دى، ايران د هغو هېوادونو په لېست کې دى چې د ټرورېزم د تمويل پر سرچينو کافي کنټرول نه لري.

پاکستان د مالي اقدام د کاري ډلې په خړ لېست کې شامل دى.

دغه سازمان له بانکونو او پانګوالو غواړي چې په هغو هېوادونو کې پانګونه ونه کړي چې په خړ لېست کې شامل دي.

پاکستان ولې د مالي اقدام د کاري ډلې په خړ لېست کې شامل شوى دى؟

د مالي اقدام کاري ډلې تېر ميلادي کال پاکستان د ټرورېزم د تمويل پر سرچينو د ناکافي کنټرول له کبله په خړ لېست کې شامل کړ.

د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي متحدانو يې د پاکستان پرضد د دغه اقدام ملاتړ کړى دى.

دا اقدام د دې لپاره وشو چې پر پاکستان فشار زيات شي چې د افراطي ډلو له ملاتړه لاس واخلي او د هغوى د تمويل سرچينې بندې کړي.

پاکستان دغه راز تر فشار لاندې دى، هغو ډلو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي چې په افغانستان کې په خونړيو حملو کې دخيل ګڼل شوي دي.

پاکستان بيا هند تورن کړى چې د مالي اقدام کاري ډلې په خړ لېست کې د پاکستان د شاملېدو اصلي لامل دى، خو هند دغه تور رد کړى دى.

که پاکستان د مالي اقدام کاري ډلې په تور لېست کې شامل شي، څه پېښېږي؟

په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخامخ دى، که دغه هېواد د مالي اقدام کاري ډلې په تور لېست کې شامل شي، دا اقدام د شپږ میلياردو ډالرو په ارزښت د پيسو نړيوال صندوق پر پور هم اغېز کوي.

د پيسو نړيوال صندوق بايد د پاکستان په اړه د مالي اقدام کاري ډلې پرېکړې ته پام کولى.

د نړۍ پانګوال هم مجبورېږي چې په پاکستان کې د پانګونې پر مهال د مالي اقدام کاري ډلې تصميم په پام کې ونيسي.

که پاکستان په تور لېست کې شامل شي، دا اقدام د دې سبب کېږي چې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه کمه او د پاکستان اقتصاد نور هم له ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG