د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

لاس انجلس ټایمز: امریکا او طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي


ځینې نړیوالې ورځپانۍ
ځینې نړیوالې ورځپانۍ
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه تبصره کړې ده.

د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې له طالبانو سره د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په یوه کال کې څو ځله خبرې کړي خو په هغو خبرو کې د افغانستان د حکومت ځای خالي پاتې شوی.

لیکوال د راپورونو پر اساس زیاتوي چې طالب مشرانو ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو تر ۷ ورځنۍ مودې وروسته به د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د دې مطلب په دوام کې راغلي چې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د شنبې په ورځ د مونیخ په غونډه کې په محتاطانه ډول خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي چې که طالبانو د تاوتریخوالي په راکمولو کې خپله رېښتونې وړتیا وښیې، ناټو حاضره ده په افغانستان کې د خپلو ځواکونو سطح تنظیم کړي.

تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره کومه هوکړه نه ده لاسلیک کړې.

د سولي د ټینګښت خبرو په افغانستان کې ډېری کسان هم هیله‌من کړي او هم یې اندېښنې رامنځته کړي دي.

د ښځو په ګډون ځینې وګړي له دې اندېښمن دي چې له دې کار سره د دوی ۱۸ کلنۍ لاسته راوړنې له منځه ولاړې نشي.

  • میدیا لاین آنلاین

میدیا لاین آنلاین خپرونې بیا په استرالیا کې د افغانستان په اړه د یوه نندارتون د پرانېستلو په اړه لیکنه کړې ده.

دا نندارتون دا اوونۍ ترسره کېږي.

د دې لنډ مطلب عنوان داسي دی "د سولي تصور، د عصري افغانستان انځور".

په دې مطلب کې راغلي چې لیکوال، عکاس او د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع مارک آیزاکس په خپل دې نندارتون کې نندارچیان افغانستان ته دننه بیایي څو د ده په وینا په دې اوږد مهاله جګړه ځپلي هېواد کې د سولې نښې وګوري.

په دې مطلب کې داسې انځور چاپ شوی چې تنکي هلکان او نجونې د رزمي سپورټ د تمرین په حال کې ښیي.

د دې مطلب په دوام کې راغلي، دا نندارتون ښیي حتی په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې هم د سولې او مینې هیله غوړیدلی شي.

XS
SM
MD
LG