د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ټایم مجله: ایا خلیلزاد به د ټرمپ لپاره افغان سوله په ثمر ورسوي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ټایم مجله

ټایم مجلې په دې پوښتنې خپله مقاله پيل کړې چې ایا زلمی خلیلزاد به د ټرمپ لپاره د افغانستان د سولې بهیر په ثمر ورسوي؟

د مجلې په لیکنه د افغانستان د اوږدې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو هیلې ښايي د قطر د پلازمینې دوحې د ناستې په یوه صالون کې موجودې وي.

په دوام کې راغلي یواځینی کس چې پوهېږي څنګه څو ټوټې کاغذ د سولې په تړون بدلیږي، زلمی خلیلزاد دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازیتوب کوي.

د ټایم مجلې په مقاله کې راغلي خلیلزاد څه باندې یو کال لګیا و څو د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لار ولټوي.

د لیکوال په باور اوس خلیلزاد ډاډه ښکاري چې په دې چارې کې به بریالی شي.

دی له طالبانو سره د تړون په وروستي کولو کې برلاسی یاد شوی او د مقالې لیکوال د ځینو افغان او لویدیځو چارواکو په خبره لیکلي چې خلیلزاد او ټیم یې ان د تړون د لاسلیک د رسمي مراسمو لپاره یو ځای هم په پام کې نیولی دی.

د ټایم مجلې په دې برخه کې یوه شننه کړې او لیکلي یې دي چې که زلمی خلیلزاد بریالی شي خپل مشر ډونالډ ټرمپ ته به د ولسمشرۍ ټاکنو په کال کې لویه لاسته راوړنه وي ځکه ټرمپ ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد بې پایه جګړه به پای ته ورسوي.

خو ټایم مجلې دا هم لیکلي که خلیلزاد ناکامه شي امریکا متحده ایالتونه به په خپله اوږده جګړه کې لا ښکېله پاتې وي.

په دې جګړه کې شاوخوا دري نیم زره امریکايي او ناټو ځواکونه او لسګونه زره افغانان وژل شوي دي.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې د تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې له ای هارټ راډیويي پوډکاست سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې د مرکې هغو ټکو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي له طالبانو سره تړون ته نږدې شوي.

دا تړون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتلو ته زمینه برابروي.

وال سټريټ ژورنال لیکلي دا وروسته له هغه چې تېر سېپټېمبر د امریکا او طالبانو خبرې وځنډېډې لومړی وار و چې ښاغلي ټرمپ تائید کړه چې له طالبانو سره د تړون لاسلیک ته نږدې شوي.

د امریکا او طالبانو مرکچیانو د قطر په پلازمینه دوحه کې د تاوتریخوالي د کمښت په یوه اوه ورځني اوربند خبرې کړي دي.

وړاندې په مقاله کې د ښاغلي ټرمپ په حواله لیکل شوي چې وخت یې دی خپل سرتېري کور ته راستانه کړو او هلته پاتې نه شو.

د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمښت تړون به د افغان سولې د تړون لومړنی ګام وي.

لکه څنګه چې لوړپوړو امریکايي چارواکو له هغې ډلې ولسمشر ټرمپ او دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د همدې فبروري په وروستیو کې د تاوتریخوالي د کمښت د پروسې د پیل تمه کېږي.

طالبان که په دې اوه ورځنۍ موده کې له خپلو خصمانه بریدونو لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي امریکا به تړون ورسره لاسلیکوي او بیا به د افغان حکومت او طالبانو مستقیمې خبرې هم پيلېږي.

د طالبانو سرچینو بیا د هغو راپورونو په ردولو سره چې ګواکې د تاوتریخوالي د کمښت بهیر پیل شوی وايي دا بهیر به په رسمي اعلان سره پیلېږي.

XS
SM
MD
LG