د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۳۶

پر فیسبوک د مینې اظهار


هدا خموش چې د صبر کاسه يې ډکه شوې پر خپله فیسبوک پاڼه يې له ځوان ژورنالېست رفیع جسور سره د خپلې مینې اعلان کړی دی.
هدا خموش چې د صبر کاسه يې ډکه شوې پر خپله فیسبوک پاڼه يې له ځوان ژورنالېست رفیع جسور سره د خپلې مینې اعلان کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د یوې افغان پېغلې د مینې ښکاره اعلان د دغه رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر زیات شمېر کارونکي حیران کړي دي.

په داسې یوه ټولنه کې چرته چې زیات شمېر هلکان او نجونې يې حتا د خپلې خوښې واده نه شي کولای د یوې نجلۍ له لوري پر فیسبوک د خپلې میني اظهار د بحث وړ موضوع ده.

هدا خموش چې د صبر کاسه يې ډکه شوې پر خپله فیسبوک پاڼه يې له ځوان ژورنالېست رفیع جسور سره د خپلې مینې اعلان کړی دی.

اغلې خموش وايي د ټولنې ټول خطرونه يې پر ځان منلي او دا کار يې کړی دی.

خموش زیاته کړه: "پر خپل فیسبوک د دغه متن له خپرولو وړاندې څو ځل ماته مرګ سترګو سترګو ته شو، خو فکر کوم چې زه حق لرم چې دا کار کوم ځکه موږ ګورو چې په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې څه څه نه کېږي، د نجونو شونډې پرې کېږي، له کوره شړل کېږي، او ان خبره يې طلاق ته رسېږي، نو ځکه ما وغوښتل چې خپله مېړانه ښکاره کم او له هېڅ ډول وېرې پرته مې وغوښتل چې خپله مینه علني کړم."

اغلې خموش وايي ۱۸ میاشتې مخکې یې هم ښاغلي جسور ته د خپلې میني په اړه ویلي وو چې نوموړي هغه مهال رد کړه، خو اوس هیله منده ده چې دا ځل مثبت ځواب ترلاسه کړی.

خو رفیع جسور وايي د دغه فیسبوکي لیکنې په لیدلو حیران شوی دی.

هغه وویل: "نه پوهېږم دا یو ښه احساس و که بد خو په ریښتیا حیران شوی یم که څه هم ماغوښتل چې دغه ډول پېښې دې په افغانستان کې وشي خو دا مې نه غوښتل چې زه دې له داسې یوې کیسې سره مخ شم، واقعاً حیران شوی یم."

جسور وايي، کومه مېړانه چې اغلې خموش کړې نه شي کولای غوښتنه يې رد کړي خو دی وايي په دې اړه به له خپلې کورنۍ او دوستانو سره مشوره وکړي.

دی وايي مور يې ورسره منلې ده.

د مینې دا کیسه نه یوازې د دواړو لوریو لپاره جالبه او حیرانونکې ده بلکې د هغه خلکو لپاره هم چې له دې کیسې خبر دي نه مننوکې او حیرانونکې ده.

اغلې خموش وايي له دې لیکنې څو ورځې اوړي خو جرئت يې نه دی کړی چې خپل فیسبوک ته سر ورښکاره کړي او په دې اړه د خلکو احساسات وګوري.

هغه زیاتوي: "د دغه لیکنې له خپرواي وروسته بېرته خپل فیسبوک ته نه یم ورګرځېدلې، ځکه یو ډول د وېرې احساس کوم، نه یوازې د ښاغلي جسور له لوري د رد ځواب د ترلاسه کولو وېره بلکې د خلکو د خبرو نه د وېرې احساس هم کوم."

د اغلې خموش دا فیسبوکي لیکنه سلکونه کسانو لیدلې او کمنټونه يې پرې لیکلي دي.

یو شمېر کسانو د اغلې خموش دا کار ستایلي خو ډېر شمېر نورو دا کار غندلی او له جسور يې غوښتنه کړې ده چې د رد ځواب دې ورکړي.

د دغو کمنټونو په لیدو لوستونکی پوهېدای شي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو لپاره داشان ډول کیسې د منلو نه دي خو په ټوله کې دا مسله هغه کورنیو ته چې د واده په اړه له خپلو اولادونو پوښتنه نه کوي هم يو پیغام درلودای شي، داسې یو پیغام چې ښايي اولادونه یې د هدا او جسور له برخلیک سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG