د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وروستۍ پرېکړه


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څه د پاسه ۶ زره استېنافي شکایتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

دغه کمېسیون له نږدې یوې میاشتې او ۱۰ ورځو وروسته خپل کار بشپړ کړ.

د دې کمېسیون د پرېکړې مهمه برخه د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه ده چې ټول برخلیک‌یې د بیاشمېرنې او تفتیش برخې ته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا کېږي، راجع شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۳۷۶۳۰ مشکوکو رایو په اړه چې ټول ۴۵۶۳ محلونه کېږي، پرېکړه کړې چې ۱۰ سلنه‌یې ځانګړی تفتیش شي او که چېرې د وضع شویو معیارونو له ډلې ۶۵ سلنه پوره کړي، ټولې رایې به با اعتباره وشمېرل شي، خو که چېرې دغه فیصدي پوره نه‌کړي، ټول محلونه ځانګړي تفتیش کېږي چې د معیارونو پوره کوونکي به‌یې بااعتباره او هغه چې معیارونه‌یې نه‌دي پوره کړي، باطلېږي.

  • د هرې رایې په اړه بایومټریکي معلومات
  • د ژورنال شتون
  • او معتبر ریزلټ شیټ (د نتایجو فورم)

درلودل هغه معیارونه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو له‌خوا د دې رایو د بااعتبار او بې‌اعتباره کېدو لپاره وضع شوي دي.

کمېسیون همدا ډول د ۱۰۲۰۱۲ رایو په اړه چې ۷۳۵۴ محلونه کېږي ورته پرېکړه کړې.

د دې کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې وايي: "۱۰۲۰۱۲ له وخته مخکې کارول شوې رایې چې په ۷۳۵۴ محلونو کې کارول شوې دي، ۱۵ سلنه‌یې چې ۱۱۰۳ محلونه کېږي، ځانګړي تفتیش ته چې باید بایومټریک معلومات، ژورنال او معتبر ریزلټ شیټ ولري، لېږدول کېږي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې

د کمېسیون د پرېکړې له مخې، که چېرې دا رایې هم ۶۵ سلنه معیارونه پوره کړي، ټولې رایې با اعتباره دي، خو که چېرې دغه فیصدي پوره نه‌کړي، ټول محلونه ځانګړي تفتیش ته ځي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۲۴۲۳ هغو محلونو په اړه چې بایومټریک معلومات‌یې نه‌لرل او ډېر شمېر یې د انتخاباتو کمېسیون له‌خوا باطل شوي وو ۲۹۸ هغه‌یې بیا شمېرنې ته راجع کړي دي.

خو د هغو محلونو رایې چې د بایومټریک دستګاه او د ریزلټ شیټ ترمنځ‌یې له یوې تر پنځو تفاوت درلوده، د کمېسیون له‌خوا با اعتباره ګڼل شوي، مګر له پنځو پورته تفاوت لرونکې رایې او محلونه باطل اعلان شوي دي.

خو کمېسیون د دې رایو او محلونو د شمېر په اړه نور تفصیل ورنه‌کړ.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون همدا ډول یوازې په فاریاب ولایت کې ۴ محلونه باطل اعلان کړل او تر خوا یې د پنجشېر د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ۱۰ زره افغانۍ جریمه کړ.

  • خو اوس چې ټول کار یو ځل بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږل شوی، دا کمېسیون به د دې محلونو تفتیش او بیا شمېرنه کله پیلوي؟
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب‌الرحمن ننګ وايي: "موږ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې هرکلی کوو. زموږ تخنیکي او حقوقي کمېټه پر دې کار کوي څو د دوی پرېکړې موږ ته راورسېږي، له تحلیل او بررسۍ وروسته به، موږ پر دې پرېکړو کار پیل کړو. موږ ژمن یوو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ټولې پرېکړې تطبیق کړو."

په ورته وخت کې د "دولت جوړوونکي" ټیم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې هرکلی کوي، خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله بیا په دې اړه څه نه‌وايي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو له دې نېټې د نږدې پنځو میاشتو په تېرېدو سره‌یې وروستۍ پایله نه‌ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو ملاتړ ډلې د افغانستان د انتخاباتو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د وروستۍ پایلې تر اعلانېدو پورې له داسې اقداماتو چې په هېواد کې بې‌ثباتي زیاته کړي، ډډه وکړي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې ټاکنیزې پروسې ته درناوی وکړي او کمېسیونونو ته اجازه ورکړي چې خپلې چارې له لاسوهنو پرته مخ‌ ته یوسي.

XS
SM
MD
LG