د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د انتخاباتو ملاتړ ډله: د 'ملي وحدت حکومت' د رامنځته کېدو اصول باید رعایت شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو وروسته.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو وروسته.

د انتخاباتو د ملاتړ ډلې د افغانستان د انتخاباتو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستۍ نتیجې تر اعلانېدو پورې له داسې اقداماتو چې په هېواد کې بې‌ثباتي زیاته کړي، ډډه وکړي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې انتخاباتي پروسې ته درناوی وکړي او کمېسیونونو ته اجازه ورکړي چې خپلې چارې له لاسوهنو پرته ترسره کړي.

د انتخاباتو د ملاتړ ډله د متحده ایالاتو، جرمني، بریتانیا، اسټرالیا او جاپان په ګډون له هغو هېوادونو جوړه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره‌یې مالي مرسته کړې.

د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنو د شفافو انتخاباتو د بنسټ (فیفا) اندېښنې هم پارولي. د دې بنسټ اجرائیه رئیس د انتخاباتو د ملاتړ د ډلې اندېښنې پر ځای بولي.

د شفافو انتخاباتو د بنسټ (فیفا) اجرائیه مشر یوسف رشید
د شفافو انتخاباتو د بنسټ (فیفا) اجرائیه مشر یوسف رشید

د ففا اجرائیه مشر یوسف رشید تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې خپلې چارې د قانون په رڼا کې ترسره کړي.

ښاغلی رشید زیاتوي: "زموږ جدي غوښتنه دا ده چې انتخاباتي ټکټونه د کمېسیونونو خپلواکۍ ته باید درناوی وکړي او له کمېسیونونو څخه غوښتنه دا ده چې د قانون په چوکاټ کې پرېکړې وکړي او هغه اعتراض ته چې قانوني حیثیت ولري او د قانون په چوکاټ کې وي، د نفیې ځواب ورنه‌کړي، بلکې خپل عمل په جرأت او له قانون سره سم ترسره کړي او فکر کوم دا به د ټولو لپاره د منلو وړ وي."

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت کې د یو لړ بدلونونو په ګډون د ولسمشر اشرف غني پر ځینو اجراأتو سخت انتقادونه کړي دي او د دې اجراأتو د عواقبو په اړه‌یې هم خبرداری ورکړی.

دې انتقادونو د ولسمشر غني غبرګونونه هم وپارول او دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د انتخاباتو وروستي نتایج په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په ۶مه نېټه ترسره او لومړۍ پایله‌یې له درې میاشتې ځنډ وروسته د مرغومې/جدي په لومړۍ نېټه اعلان شوه.

د انتخاباتو د ملاتړ ډله په خپل پروني بیان کې ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان او د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو اصول باید رعایت شي ځکه د دې ډلې په وینا دا کار، د افغان ځواکونو د یووالي او بې‌طرفۍ او د افغان حکومت د وړتیا لپاره مهم دی څو د سولې او اقتصادي ودې په څېر مهم اهداف تعقیب کړای شي.

د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه د انتخاباتو د ملاتړ ډلې د راپور له خپرېدو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کار د افغانستان د انتخاباتو د رښتینولۍ لپاره مهم دی.

ښاغلی وېلسن زیاتوي چې دغه کمېسیون باید د شویو شکایتونو په اړه استېناف غوښتنه په دقت سره وڅېړي او افغانانو ته دې د خپلو پرېکړو په اړه وضاحت ورکړي.

همداراز اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې د انتخاباتو د ملاتړ د ډلې د بیان ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د ملي وحدت حکومت د کار د دوام په اړه د دې ډلې د دریځ هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG