د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

ارګ د عبدالله په ځواب کې: په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو پیل شوې لړۍ به عملي کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت.

ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله عبدالله د یو حکم په غبرګون کې وایي په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو پیل شوې لړۍ به عملي کېږي.

په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پیل وروسته، اجرائیه ریاست په یوه رسمي حکم کې د دې بهیر د درېدو غوښتنه کړې.

د اجرائیه ریاست حکم چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په لاسلیک خپور شوی په‌کې له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي: "د ملي یووالي حکومت د هوکړې په نظر کې نیولو او په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت او ملي ګټو ته په کتو، د ټاکنو د روان بهیر پر مهال دې د اصلاحاتو په نوم د بهرنیو چارو وزارت په مرکز او سیاسي استازولیو کې د هر ډول اجراأتو څخه ډډه وشي."

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» وايي، د وزیرانو شورا د دارالانشا او د اجرائیه ریاست عمومي دفتر ته دنده ورکړل شوې چې د دې حکم عملي کېدل وڅاري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

هغه زیاته کړه: "د اندېښنې وړ دا ده چې ارګ غواړي د اصلاحاتو له نوم په ګټې، د خپل ټیم غړي وګماري، دا واضحه خبره ده چې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د دولت یو مهم بنسټ دی او په‌کې په دې ډول سلیقوي چلند د منلو نه‌دی. "

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل او تر خوا یې په یو شمېر دولتي بنسټونو کې بدلون او اصلاحات راوستل د ولسمشر غني لومړیتوب دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت په ګډون په ځینو ادارو کې د اصلاحاتو پیل شوی بهیر به ونه‌ځنډول شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاتوي: "زموږ هیله دا ده چې سیاستوال دې د حکومت هر اقدام او لومړیتوب چې د اصلاحاتو په برخه کې دی او په بنسټونو کې د ظرفیتونو د لوړولو په هدف دي، ترې ملاتړ وکړي او خنډونه دې نه‌جوړوي، هره هغه اقدام چې ولسمشر کوي، په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره دی، په ځانګړي ډول په بهرنیو چارو وزارت کې."

د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او دا د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ ټکر بولي.

د افغانستان حکومت موده وړاندې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ پیل کړه او له مخې یې په کور دننه او بهر سیاسي استازولیو کې یو شمېر افراد تغییر او تبدیل کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ.

دې کار د حکومت د اجرائیه ریاست غبرګون راپارولی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مخکې تر دې هم ویلي چې د اصلاحاتو په نوم ورته دولتي ادارو کې خپل‌سري او بې له مشورې بدلونونه د منلو نه‌دي او دا کار به د هېواد سیاسي ثبات ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG