د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د هند د تابعیت جنجالي قانون؛ دغه هېواد کې د مذهب پر بنیاد څه پرېکړې شوي؟


هندوستان د نوي قانون له مخې هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې هندوستان ته تللي. دغه قانون مسلمانان له پامه غورځوي.
هندوستان د نوي قانون له مخې هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې هندوستان ته تللي. دغه قانون مسلمانان له پامه غورځوي.

په هندوستان کې هغه مهال پراخ لاریونونه پیل شول چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په پای کې پارلمان د تابعیت اړوند قانون تصویب کړ.

دا نوی قانون ځينو کډوالو ته د تابعیت اجازه ورکوي. منتقدین وايي دا قانون توپېري چلند ته لمن وهي ځکه مسلمانان له پامه غورځوي.

هندوستان ولې له دې ستونزې سره مخامخ شو؟

هندوستان د نوي قانون له مخې هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې هندوستان ته تللي. دغه قانون مسلمانان له پامه غورځوي.

منتقدین وايي دا توپیري چلند دی او د هندوستان له اساسي قانونه سرغړونه ده.

د اسوشيټډ پرس خبري اژانس راپور وايي چې دا موضوع نوې نه‌ده، بلکې هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې بریتانوي راج د هندوستان نیمه وچه پر هندو اکثریت هند او مسلمان اکثریت پاکستان ووېشله. له دې سره د نړۍ تر ټولو لوی شمېر انسانان کډوال شول.

میلیونونه مسلمانان له هندوستانه نوي جوړ شوي پاکستان ته کډه شول او همداراز هندوان او سیکان هند ته لاړل. له یوه هېواده بل ته د اووښتو پر مهال شااوخوا یو میلیون کسان په نژادي تاوتریخوالي کې ووژل شول.

په ۱۹۶۴ میلادي کال کې د نژادي جګړو له کبله د بنګالي هندوانو لوی شمېر له پاکستانه هندوستان ته واوښتل. وروسته په ۱۹۷۱ میلادي کال کې کله چې بنګله‌دېش له پاکستانه جلا شو، د نویو کډوالو سېل یو ځل بیا د هندوستان پر لور ورغی.

په هندوستان کې لومړی ځل سرشمېرنه په ۱۹۵۱ کال وشوه او په ۱۹۵۵ کال کې د تابعیت لومړی قانون رامنځته شو.

په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د تابیعت په قانون کې اصلاحات راغلل چې له مخې يې د ۱۹۵۰ میلادي او ۱۹۸۷ میلادي کال پورې زېږېدلي کسان د هندوستان اتباع دي او هر هغه کس چې له هندوستانه بهر زېږېدلی وي، کولای شي ۱۱ کاله په دې هېواد کې له اوسېدو وروسته تابعیت ترلاسه کړي.

د هندوستان اوسني صدراعظم نرېندرا مودي حکومت د تابعیت د نوي قانون ملاتړ کوي. د دې قانون له مخې د پاکستان، بنلګه‌دېش او افغانستان هندو، سېکهـ، جېن، بودایان او پارسیان کولای شي د هندوستان تابعیت ترلاسه کړي، خو د نورو مذهبونو خلک باید ۱۱ کاله صبر وکړي.

XS
SM
MD
LG