د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

ویسا: طالبان ولې د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو سره توافق کوي؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د اوربند د موضوع په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره چمتووالی داسې مهال نیول کېږي چې د عامو وګړو په ګډون د بېلابېلو افغان لورو له‌خوا ګڼې اندېښنې مطرح شوې او ډېری په دې باور دي چې دا هوکړه‌لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه پټه معامله ده چې پاکستان هم په‌کې شریک دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، هغه طرحه چې یوازې د امریکا او طالبانو له لوري چمتو او لاسلیک شي افغانانو لپاره به د منلو نه‌وي.

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې په نتیجه‌ګیرۍ کې ټينګار شوی چې د سولې د هوکړه‌لیک مهم شرط باید د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند وي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې طالبان ولې د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمولو سره توافق کوي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبان له اوربند نه دا وېره لري چې ښایي یو شمېر جنګیالي یې له اوربند سره د جګړې له لیکو ووځي او حکومت او امریکایان که د سولې بهیر ته ژمن پاتې نه‌شي دوی ته به بیا د دغه جنګیالیو راټولول ګران وي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د بشپړ اوربند په صورت کې به مغرض لوري په یوه کچه اوربند مات کړي او بیا به دا استدلال کېږي چې طالبان تر یوه قوماندې لاندې نه‌دي.

  • انیس

انیس ورځپاڼې هم د سولې راروانو خبرو اترو په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د مذاکره کوونکي ټيم ترمنځ اوربند یوه اختلافي مسئله ده، خو نړیوالې ټولنې له دغو خبرو اترو ملاتړ کړی.

سرمقاله لیکونکي دا پوښتنه مطرح کړې، که چېرې طالبان د جګړې د پای ته رسولو په فکر کې وي، نو ولې له اوربند سره هوکړه نه‌کوي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوربند پر سر لانجه او د طالبانو له لوري د اوربند نه‌منل دا د بې‌اعتمادۍ یوه نښه ده او په خبره‌یې، د داسې سولې دوام به لنډمهالی وي.

XS
SM
MD
LG