د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

مېل انلاين: طالبان له امريکا سره په خبرو بوخت دي، خو خپلو بریدونو ته‌یې دوام ورکړى


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاين

بريتانوۍ انلاين خپرونې مېل انلاين په فارياب کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د شنبې د شپې ناوخته د يوې کورنۍ د شپږو غړو پر وژل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

خو خپرونه ليکي چې وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ويلي يې دي چې د دې پېښې انګېزه شخصي دښمني وه.

مېل انلاين خپرونې د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله ليکلي، د فارياب چارواکي وايي دا شپږ کسان چې يوه کوچنۍ نجلۍ هم په‌کې شامله وه د طالبانو له‌خوا ځکه وژل شوي چې پېښه د اندخوى ولسوالۍ په هغه کلي کې شوې چې د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې ده، په دې خاطر هم هلته د واقعيت معلومول ګران کار دى.

خپرونه وړاندې زیاتوي، که څه هم وسله‌وال طالبان له امريکايي لوري سره په مذاکرو بوخت دي، خو په افغانستان کې يې خپلو بریدونو ته دوام ورکړى او په دغو بریدونو کې يې افغان او امريکايي ځواکونه هم په نښه کړي دي.

  • ريليف وېب

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا (OCHA) انلاين خپرونې ريليف وېب د افغانستان د سولې پر مذاکرو ليکنه خپره کړې ده.

په دې ليکنه کې چې د ازادې اروپا/ ازادي راډيو له انګرېزۍ وېب‌پاڼې اخيستل شوې، د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين خبرې را اخيستل شوي چې د پاکستان ډان ورځپاڼې ته‌يې ويلي، طالبان تمه لري چې د روانې جنورۍ مياشتې تر پاى پورې له امريکايي مرکچيانو سره د سولې يوه موافقه وشي.

سهيل شاهين د شنبې په ورځ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په قطر کې د امريکا او طالبانو استازو تېره پنجشنبه او جمعه په خپلو کې مذاکرې وکړې او سهيل شاهين دا خبرې "ګټورې" وبللې.

د ريليف وېب په حواله، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد چې د امريکايي پلاوي مشري کوي، د روانو مذاکرو په اړه په عامه څرګندونې نه‌دي کړي.

تر دې مخکې روېټرز اژانس د دوو سرچينو په حواله راپور ورکړى و چې ويلي يې وو: "طالبان دې ته چمتو دي چې پر کومه موافقه د سلا کېدو په صورت کې به له امريکايي ځواکونو سره ۱۰ ورځنى اوربند کوي، دغه‌راز د افغان ځواکونو او چارواکو په وړاندې به تاوتریخوالی کموي."

خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته ويلي، په افغانستان کې د واقعي سولې د ټينګېدو لپاره دې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځاى طالبان له اوربند سره موافقه وکړي.

  • بزنس انسايډر

د هندوستان چاپ بزنس انسايډر ورځپاڼې د نجات نړيوالې کمېټې يا (IRC) پر کلني راپور تمرکز کړى چې په‌کې ويل شوي په روان ٢٠٢٠ میلادي کال کې ښايي ١٠ هېوادونه له لوى بشري بحران سره مخامخ شي.

په دغو ۱۰ هېوادونو کې د افغانستان نوم هم راغلى چې د ليکنې په حواله په ٢٠٠١ میلادي کال کې د امريکا له برید او په دغه هېواد کې د امريکايي ماليه ورکوونکو د يو ټرليون ډالرو له لګولو سره سره دغه هېواد له سياسي بې‌ثباتۍ سره مخامخ دى.

د ورځپاڼې په ليکنه د افغانستان شخړه د دې سبب شوې چې شااوخوا دوه نيم میليونه افغانان کډوال شي.

دغه هېواد د کمزورو بنسټونو له کبله لا هم د وچکالۍ، ځمکې ښويېدنې او نورو افتونو له خطر سره مخامخ دى.

د بزنس انسايډر ورځپاڼې په ليکنه، د نجات نړيوالې کمېټې په کلني راپور کې د ترورېزم او له بشري حقونو د سرغړونو خطرونو ته هم اشاره شوې ده.

دغه هندۍ ورځپاڼه زياتوي، د امريکا متحده ايالاتو له طالبانو سره د سولې مذاکرې چې په ٢٠١٩ میلادي کال کې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوي، پر مخ بيايي.

XS
SM
MD
LG