د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

'ټاکنو کې جنسیتي تبعیض د افغان ښځو د ګډون پر وړاندې خنډ و'


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرون خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې په افغانستان کې هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بشري حقونو د وضعیت پر څرنګوالي، په ځانګړي ډول د ښځو پر سیاسي او ټولنیزو ازادیو خبرې شوې دي.

هیومن رایټس واچ په دې راپور کې د افغانستان د ښځو د سیاسي فعالیتونو د ازادۍ په اړه د ټاکنو یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې جنسیتي تبعیض ډېرو ښځو ته په ټاکنو کې د مناسب ګډون اجازه ورنه‌کړه.

په دې نړیواله اداره کې د ښځو د حقونو د برخې سرپرستې، هېدر بار ازادي راډیو ته وویل چې په سږني راپور کې یې د افغانستان په ټاکنو کې د ښځو د برخې په اړه د ټاکنیزو سیستمونو د نړیوال فورم معلومات خپاره کړي دي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان، په دغو انتخاباتو کې هېڅ یوه مېرمن ولسمشرۍ ته نومانده نه‌وه.
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان، په دغو انتخاباتو کې هېڅ یوه مېرمن ولسمشرۍ ته نومانده نه‌وه.

بار د ټاکنیزو سیستمونو د نړیوال فورم په حواله وویل چې په افغانستان کې ښځې په پراخ ډول په ټاکنو کې څنډې ته شوې یا مبجورې شوې وې چې ځانونه څنډې ته کړي او له سیاسي سیالۍ شاته شي.

هېدر بار وویل: "په هغه راپور کې ویل شوي و چې ډېرو ښځينه کاندیدانو ته په پراخ ډول پر ټولنیزو رسنیو، انلاین یا د انټرنټ له لارې ګواښونه شوي وو، هغوی وګواښل شوې او سپکاوی ورته شوی و او د داسې فشار په وسیله په ټاکنو کې د هغوی رول کمزوی شوی و، د امنیت خرابوالي او جنسیتي ځورونې ډېرې ښځې رأی ورکوونکې او کاندیدانې له دې راوګرځولې چې په ټاکنو کې زیات ګډون او حتی سیاسي فعالیت وکړي."

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د سپټیمبر په ۲۸مه ترسره شوې.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هېڅ یوې ښځې ځان نه‌و کاندید کړی.

په افغانستان کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه‌دی څرګند ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه‌ده شوې.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په حواله، نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړل او په هغوی کې ۳ میلیونه او ۳۳۴ زره ښځې وې.

په افغانستان کې د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئيس، یوسف رشید د هیومن رایټس واچ د راپور له تأیید سره اضافه کړه چې په وروستیو ټاکنو کې ښځو رأی ورکوونکو او کاندیدانو ته موجودو ګواښونو حتی په راتلونکي کې د هغوی د سیاسي مشارکت زمینه تنګه کړه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

یوسف رشید دې ته اشاره وکړه چې په ولسي جرګه کې د افغانستان د ښځو برخه په قانون کې ځانګړې شوې ده له دې امله، په ولسي جرګه کې د یو شمېر ښځو ګډون او د څوکیو ګټل په دې معنی نه‌ده چې د ښځو پر سیاسي مشارکت اغېز نه‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG