د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۲

ایران: د 'اټمي تړون د لانجې حل مېکانيزم' فعالول ستراتېژيکه تېروتنه ده

ښاغلي ظريف د قانون له مخې د لانجې د حل مېکانيزم بې‌اساسه او له سياسي نظره ستراتېژيکه تېروتنه بللې ده.
ښاغلي ظريف د قانون له مخې د لانجې د حل مېکانيزم بې‌اساسه او له سياسي نظره ستراتېژيکه تېروتنه بللې ده.

ايران حکومت د فرانسې، جرمني او بريتانيا له‌خوا "د لانجې د حل په نوم د مېکانيزم" فعالول، ستراتېژيکه تېروتنه وبلله.

تهران ويلي چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د خونديتوب لپاره پر رغوونکو هڅو غور کولو ته چمتو دى.

د ايران د نيمه دولتي اژانس فارس په حواله د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د قانون له مخې د لانجې د حل مېکانيزم بې‌اساسه او له سياسي نظره ستراتېژيکه تېروتنه بللې ده.

دغه تړون په ٢٠١٥ میلادي کال کې د ايران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و.

فرانسې، بريتانيا او جرمني ويلي چې د ايران په اټمي تړون کې يې د لانجې د حل يو مېکانيزم فعال کړى دى.

دوى ويلي دا اقدام‌يې ځکه کړى چې تهران په اټمي تړون کې د خپلو تعهداتو رعايت کم کړى دى.

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، ايران ګڼ داسې اقدامات کړي چې د ٢٠١٥ میلادي کال په اټمي تړون کې يې له تعهداتو سرغړونه ګڼل کېږي.

فرانسې، جرمني او بريتانيا ويلي دوى داسې پروسه تنظيم کړې چې د ايران پر خلاف د ملګرو ملتونو د بنديزونو سبب کېږي، خو له واشنګټن او د هغه د حد اکثر فشارونو له کمپاين سره يولاس نه‌دي.

بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ لپاره د اروپايي ټولنې عالي استازي جوزپ بارل وویل د يوه تنظيموونکي په توګه به ضمانت ورکړم چې د لانجې د حل مېکانيزم به د لانجو د حل لپاره فرصتونه برابر کړي.
بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ لپاره د اروپايي ټولنې عالي استازي جوزپ بارل وویل د يوه تنظيموونکي په توګه به ضمانت ورکړم چې د لانجې د حل مېکانيزم به د لانجو د حل لپاره فرصتونه برابر کړي.

د بهرنيو چارو او امنيتي پالېسۍ لپاره د اروپايي ټولنې عالي استازي جوزپ بورل پرون د فرانسې په سټراسبورګ کې د اروپايي پارلمان عمومي غونډې ته وويل: "د يوه تنظيموونکي په توګه به ضمانت ورکړم چې د لانجې د حل مېکانيزم به د فرانسې، جرمني او بريتانيا له‌خوا د لانجو د حل لپاره فرصتونه برابر کړي، زه به دا پروسه څارم. د راروانو اقداماتو په اړه به له ټولو اړخونو سره په تماس کې يم."

بل‌خوا د ايران لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي د ايران په اړه د بريتانيا د صدراعظم د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ.

براين هوک پرون سې شنبه روېټرز اژانس ته وويل، امريکا "ډېره خوشحاله" ده چې د بريتانيا صدراعظم بورېس جانسون د ايران په اړه د امريکا له ارزونې سره موافق دى او رضايت‌يې ښوولى چې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون دې په بله موافقه بدل شي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د اوسني تړون پر ځای د بل تړون وړاندیز وکړ.

د بريتانيا صدراعظم بورېس جانسون د اوسني اټمي تړون پر ځاى د بل تړون چې ده "د ټرمپ موافقه" وبلله وړاندیز وکړ.

هغه بي بي سي ته ويلي چې دغه نوى تړون به وړاندې تګ ته لاره هواره کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG