د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

روحاني د ایران اټومي پروګرام په اړه د جاپان مرسته وغوښته


د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره د روغبړ پرمهال.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره د روغبړ پرمهال.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې ټوکیو دې د ایران د اټومي خوندي پاته کولو په برخه کې هڅې وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني جاپان ته د سفر پر مهال د ۲۰۱۵میلادي کال د اټومي موافقې د خوندي کولو په برخه کې د جاپان د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي روحاني پرون د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره په غونډه کې وویل چې د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقه د تهران لپاره ډېره مهمه ده.

ده وویل چې له دې موافقې څخه د امریکا یو اړخیز او غیر منطقي وتل غندي.

د امریکا او ایران تر منځ وضعیت هغه مهال نور هم ترینګلی شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال د نړۍ د قدرتونو او ایران تر منځ له اټومي موافقې څخه د خپل هيواد ایستلو اعلان وکړ.

واشنګټن له هغه راهيسي پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي له حسن روحاني سره په خبرو کې له ایرانه وغوښتل چې د منځني ختيځ د امنیت په برخه کې دې څلور کاله مخکې کړي ژمنې تر سره کړي.

ښاغلي ابي وویل چې په منځني ختيځ کې د ترینګلتیا له کبله اندېښمن دی.

د جاپان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د هیواد صدراعظم يې د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې همداراز د منځني ختيځ کې د جاپاني بیړیو د خوندیتوب لپاره د سمندري ځواکونو د ګومارلو په اړه معلومات ورکړل.

د روان میلادي کال په جون میاشت کې د جاپان یوه تېل ایستونکې بیړۍ د عمان په سمندر کې تر حمله لاندي شوه او وسوځل شوه.

واشنګټن پر دې بیړۍ د حملې پړه پر ایران اچولې او له جاپانه یې غوښتي چې په هرمز تنګي کې د امریکا تر مشرۍ لاندي د اییتلاف برخه شي چې د نړۍ د تر ټولو مهمې ترانزیتي لارې د امنیت خوندي کولو په اړه ډاډ تر لاسه کړي.

ټاکل شوې د جاپان حکومت ډېر ژر منځني ختيځ ته د ځواکونو لیږلو په خاطر یوه طرحه جوړه کړي.

ایراني چارواکو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو حضور رد کړی او ویلي یې دي چې دا امر د تیلو د انتقال په برخه کې نا امني رامنځته کوي.

حسن روحاني د ایران یوازينی لوړپوړی چارواکی دی چې په تېرو دوو لسیزو کې يې جاپان ته سفر کړی دی.

تر دې مخکې د جاپان صدراعظم شینزو ابي هم لومړی جاپانی لوړپوړی چارواکی و چې څلوېښت کاله وروسته يې تهران ته سفر کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG