د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ثبات او همپالنه: اسناد لرو چې د ۲۷ ولایتونو د رأیو بیاشمېرنه کې درغلي شوې


ښاغلي معنوي وویل، د ثبات او همپالنې ډله د رأیو په بیاشمېرنه او تفتیش کې د درغلیو اسناد او شواهد د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپاري.
ښاغلي معنوي وویل، د ثبات او همپالنې ډله د رأیو په بیاشمېرنه او تفتیش کې د درغلیو اسناد او شواهد د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپاري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي، په هغو ۲۷ ولایتونو کې د رأیو په بیاشمېرنه او تفتیش کې درغلي شوې چې ددوی څارونکو په کې برخه نه درلوده.

ددغې ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي ازادي راډيو ته وویل، له دوی سره په دې اړه اسناد او شواهد موجود دي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته به یې وسپاري.

دوی په دغو ولایتونو کې له سره د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش غوښتنه کوي، خو کمېسیون د درغلیو ادعا ردوي او چمتو نه دی چې دغه بهیر له سره پيل کړي.

ښاغلي معنوي وویل: "موږ موثق معلومات لرو چې په دې ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پر مهال درغلۍ شوي دي. په همدې دلیل موږ په دې ولایتونو کې د درېیم ځل لپاره د رأیو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده. په خپلې دې غوښتنې ولاړ یو. موږ هیله لرو چې د ټاکنو کمېسیون زموږ غوښتنه ومني، که نه موږ د شکایتونو کمېسیون ته خپلې غوښتنې سپارو."

د ټاکنو کمېسیون داسې مهال په دغو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ترسره کړ چې د ثبات او همپالنې ډلې دغه بهیر تحریم کړی و او غوښتنه یې دا وه چې کمېسیون ددوی په خبره ۳۰۰ زره هغه رأیې باطلې کړي چې په شرایطو برابرې نه دي.

د انتخاباتو کمېسیون که څه هم مني چې دغه رأیې له ټاکل شوي طرزالعمل سره برابرې نه دي، خو وايي ځکه معتبرې دي چې له نورو ټولو شرایطو برخمنې دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر دې وړاندي ویلي چې که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه ویل شي، لومړنۍ پایلې به ونه مني.

خو د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش د کورنیو او نړیوالو څارونکو په حضور کې شوی او تصمیم نه لري دغه کار له سره ترسره کړي.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل، دوی د داخلي او نړیوالو ناظرینو په شتون کې د رأیو بیاشمېرنې پروسه مخته وړې او بیا به یې ونه شمېري.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل، دوی د داخلي او نړیوالو ناظرینو په شتون کې د رأیو بیاشمېرنې پروسه مخته وړې او بیا به یې ونه شمېري.

هغه وویل: "د ۲۷ ولایتونو رايې د کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې بیا ځلې وڅېړل شوې او بیا شمېرنه يې پای ته ورسېده، دا پروګرام تړل شوی دی د درېیم ځل شمېرلو او څېړلو لپاره يې نه تصمیم شته او نه هم دا کار کوو."

ښاغلي مل وویل چې په اوو نورو ولایتونو کې هم د رایو د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش پروسه پای ته رسېدلې ده، خو د درېیو ولایتونو معلومات د خرابې هوا له امله کابل ته نه دي انتقال شوي او د نن ورځې تر پایه به راورسیږي.

په همدې حال کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم دوهم مرستیال سروردانش د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې باید لومړنۍ پایلې ژر ترژره اعلان کړي.

ښاغلي دانش چې د جمعې په ورځ يې د محصلینو د فراغت په ویاړ په یوه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، یو شمېر ټاکنیزو ټيمونو د خلکو رایې او ټوله پروسه يې یرغمل کړې ده.

"ځیني سیاسیونو او ټاکنیزو ټیمونو چې له لومړي سره يې په دې پروسه چندان باور هم نه درلود، هڅه يې وکړه چې دا پروسه له ستونزو سره مخ کړي، او له تېرو دوه میاشتو راهیسي يې ټاکنیز کمېسیونونه او د خلکو رایې یرغمل کړي دي."

ښاغلي دانش له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ومني.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو ورته غوښتنه کړې وه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې، په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر عملا بشپړ شوی.

دوی وايي د لومړنیو پایلو د اعلان پر وړاندې هیڅ تخنیکي خنډ نشته او دوی چمتووالی لري چې راتلونکې اوونۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG