د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

میک: د کورنیو چارو وزارت اصلاحاتو کې پرمختګ شوی


دې کمېټې د کورنیو چارو وزارت ته ۵۶ وړاندیزونه کړي وو چې ډېری هغه یې عملي شوي دي.
دې کمېټې د کورنیو چارو وزارت ته ۵۶ وړاندیزونه کړي وو چې ډېری هغه یې عملي شوي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه (میک) وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

دې کمېټې د کورنیو چارو وزارت ته د تدارکاتو، لوجستیک او بشري سرچینو په برخه کې د اصلاحاتو راوستو په هدف ۵۶ وړاندیزونه کړي وو چې ډېری هغه یې عملي شوي دي.

د دې کمېټې د دارالانشا ريیس میوند روحاني د دوشنبې په ورځ (عقرب ۲۷مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، کورنیو چارو وزارت کې "سیسټماټیکې خالیګاوې له‌منځه تللي. زموږ هیله دا ده چې فساد هم را کم شوی وي.

هغه زیاته کړه: "ګمارنې د پالیسیو پر بنسټ کېږي، معلومات سیسټم ته داخلېږي، ترفیعات د افسرانو د ذاتي قوانینو پر بنسټ ورکول کېږي. اوس‌مهال د یوه سیسټم پر بنسټ دا وړاندوینه کولای شو چې د فساد کچه ډېره راټېټه شوې ده."

خو ښاغلی روحاني وايي، لا هم له خلکو سره د پولیسو په چلند کې ستونزې شته، تر خوا یې په یاد وزارت کې د ارزونې د پخوانيو فورمو څخه ګټه اخیستل او خلکو سره د لازمو معلومات نه شریکول نورې ستونزې دي چې باید ورته رسېدنه وشي.

د دې ادارې یو څېړونکی محمد اسحاق پویا بیا وايي، لا هم د دې وزارت ۱۷۰ نقلیه وسایط هغو کسانو سره دي چې د وزارت کارکوونکي نه دي او ترې ناوړه ګټه اخلي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډې خپلواکې کمېټې د ۲۰۱۹ میلادي په فبروري میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په کې یې د یاد وزارت دننه، د لوجستیک، ترفیعاتو او بشري سرچینو په برخو کې د فساد مهم ټکي په نښه کړل.

کورنیو چارو وزارت بیا د دغې کمېټې د نوي راپور په اړه وايي، یاد وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دی.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ په هره برخه کې هڅه کوو چې د تېرو وختونو ستونزې پای ته ورسوو، دا زموږ ژمنه ده. دا ستونزې که په هره برخه کې وي، هغه که لوجستیک وي، ترفیعات او یا هم ګمارنې، موږ به د دې ستونزو د حل لپاره هڅې کوو."

د کورنیو چارو وزارت یو شمېر پخواني چارواکي هم په دې وزارت کې د اصلاحاتو راتلل مني او وايي، اوس‌مهال په دې وزارت کې له فساد سره د مبارزې اراده پیاوړې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال میرزامحمد یارمند: "د کورنیو چارو وزیر د ګمارنو په برخه کې پوره تمرکز کوي. هغه کسان چې ګمارل کېږي، بېلابېل مرحلی طی کوي. وړاندې هم مبارزه کېده، مګر اوس‌مهال د واسطه لرونکو کسانو او هغو مخه نیول شوې چې غوښتل یې په یاد وزارت کې خپل کسان ځای پر ځای کړي. "

خو ښاغلی یارمند بیا له یو شمېر کسانو د کورنیو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د راټولولو بهیر د اوږدې مودې کار بولي.

اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه کمېټه داسې مهال په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې راپور خپروي او په یاده برخه کې د دغه وزارت هڅې ستایي چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني یاد وزارت د فساد زړه بللی و.

XS
SM
MD
LG