د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په دغه وزارت کې په ټيټه کچه فساد تأیید کړ


د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت لوحه
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت لوحه

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په یاد وزارت کې په لویه کچه د فساد موجودیت ردوي، خو وايي چې د ټيټ رتبه مامورینو له خوا په ډېره کمه اندازه د بډو اخیستلو موارد موجود دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په یاد وزارت کې په لویه کچه فساد نشته او نړیوال شواهد هم په دې برخه کې موجود دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز دغه څرګندونې د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې، خو ویې ویل چې ښايي د ټيټ رتبه مامورینو له خوا په ډېره کمه اندازه د بډو اخیستلو موارد موجود وي چې مخینوی یې وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

ده وویل:

"په لویه کچه فساد کاملاً ردوم، نه یوازې زه، بلکې په دې برخه کې نړیوال شواهد موجود دي، خو یو څه صادقانه ووایم، په ټیته کچه فساد چې کوم مامور پنځوس افغانۍ اخلي، یا کوم ډاکتر د مېز لاندې سل روپۍ اخلي دا روان دی او ادمه به ولري، زه فکر نه کوم چې دا فساد په اسانۍ سره ورک شي او وار له واره یې مونږ ورک کړو."

ښاغلی فیروز په دې برخه کې خپلې اخیستل شوې جایزې ته اشاره کوي او وايي، که په دغه وزارت کې فساد موجود وای، له نړیوال تفتيشه به نه وتو.

نوموړی دغه شان وايي چې که په دې برخه که څوک شک لري، نو د میک ادارې راپورونو ته هم مراجعه کولای شي، کوم چې په کې راغلي چې په دغه وزارت کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې ورځ تر بلې پرمختګ لیدل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې ورستیو کې یې د نړۍ په کچه د غوره وزیر جایزه تر لاسه کړه.

دغه جایزه ښاغلي فیروز ته د متحده عربي اماراتو د صدراعظم او د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد له خوا د نړۍ د حکومتونو د مشرانو په اومه غونډه کې ورکړل شوه.

دغې جایزې ته له ۱۳۰ هېوادونو ۴۰۰۰ وزیران نوماندان وو.

د جایزې ورکوونکې کمېټې ویلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ته د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټيټولو او د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د پراختیا له امله دغه جایزه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د هېواد په لېرو پرتو سيمو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د روغتیايي امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند د تېلو، دارو درملو او امبولانسونو څخه شخصي استفاده او له ناروغانو سره ناوړه او توپیري چلند هغه موارد دي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ۴۰ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د روغتیايي چارو د کمېسیون رئیسه طیبه زاهدي بیا وايي چې د عامې روغتیا وزارت په اړوندو ارګانونو او شخصي روغتونونو کې فساد اوج ته رسېدلی او باید مخنیوی یې وشي.

دې وویل:

"که د عامې روغتیا وزارت مامورین په فساد کې ښکېل نه دي، خو د عامې روغتیا وزارت په روغتونو او نورو ارګانونو کې فساد موجود دی او باید مخنیوی یې وشي، دا شان په دولتي او خصوصي روغتونونو کې فساد اوج ته رسېدلی دی."

د اغلې زاهدي په خبره، د هېواد په زیاترو روغتونونو کې ډاکتران او نور کارکوونکي خپلو دندو ته پابند نه دي چې له امله یې خلکو ته په وخت روغتیايي اسانتیاوې ورسېږي.

په ورته وخت کې د روغتیايي چارو کارپوه ډاکتر محمد لطیف باهر د عامې روغتیا وزارت په اړوندو بنسټونو کې د فساد د کموالي خبره کوي او د دغه وزارت له چارواکو غواړي چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او فساد د مخینوي لپاره پر روغتونونو او اړوندو نورو ادارو څار زیات کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG