د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

"د کانونو او پټرولیم وزارت د میک د لسګونو سپارښتنو عملي کولو کې پاتې راغلی"


میک په یوه تاره راپور کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دوی د سپارښتنو په پلې کولو کې لږ پرمختګ کړی دی.
میک په یوه تاره راپور کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دوی د سپارښتنو په پلې کولو کې لږ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې (میک) چارواکي وايي، دوی د کانونو او پټرولیم وزارت نږدې ۲۰۰ سپارښتنې کړې وې، خو د تېره یوه کال په موده کې یې یوازې ۳۰ سپارښتنې عملي کړې دي.

میک په یوه تاره راپور کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دوی د سپارښتنو په پلې کولو کې لږ پرمختګ کړی دی.

ددغې کمېټې د څېړنو امر ادریس هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت باید د دوو کلونو په موده کې دوی ته وړاندې شوې ټولې سپارښتې په بشپړ ډول عملي کړي، ترڅو په خبره یې په دغه وزارت کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: "زموږ کوم راپور چې تېر کال خپور شو، ۱۹۱ سپارښتنې یې درلودې، چې زموږ د لومړي راپور تر خپرېدو وروسته ۲۷ سپارښتنې عملي شوي. دوهم راپور مو ښيي چې په ټوله کې ۳۰ سپارښتنې عملي شوې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې ټولې سپارښتنې عملي شي."

د میک کمېټې د موندنو له مخې د روان کال د سپټمبر تر پایه، له ۱۹۱ سپارښتنو څخه ۳۰ یې په بشپړ ډول عملي شوي، ۴۸ یې په قسمي ډول پلې شوي، د ۹۱ سپارښتنو پلې کول ځنډول شوي او د ۲۲ په اړه یې هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د سپارښتونو د پلې کېدو د څرنګوالي په اړه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې دوهم څېړنیز راپور چې نن يکشنبه خپور شوی ښيي چې د کانونو د تړونونو د ورکړې بهیر لا هم ډېر اوږد او پيچلی دی او د کانونو د کېندنې په لویو تړونونو کې د کادستر اداري سیستم نه پلی کېږي.

میک ویلي چې د کانونو تخنیکي کمېټه چي په قانون کې راغلې، لا نه ده جوړه شوې او دغې چارې بېلا بېلو مداخلو ته زمینه مساعده کړې ده.

د مرکزې دولت او سیمه ییزو ادارو ترمنځ کمزورې اړیکې، د تولیداتو په هکله ناسم معلومات، د څېړونکو نامناسب چلند، د مالیې راټولول، کادستر، بشري سرچینې او د چاپیریال ساتنې په ملي اداره کې اصلاحات هغه سپارښتنې ښودل شوي چې هیڅ پام ورته نه دی شوی.

خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند سیحون کامګار بیا د میک کمېټې لخوا وړاندې شوی راپور ناسم بولي او وايي چې د دغه راپور په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت سره هېڅ ډول همغږي نه ده شوې.

ده وویل: "موږ په اکتوبر میاشت کې چې کوم راپور دوی (میک) ته وړاندې کړ، په هغه کې موږ د ۱۱۶ پلې شویو سپارښتونو په اړه ځواب ورکړ، دا شان ۵۱ د اجرا په حال کې دي، ۹ د نه پلې کېدو وړ دي. ۱۴هغه سپارښتنې چې په وزارت پورې اړه نه لري دوی وړاندې کړي، خو دوی پخپل وروستي راپور کې يواځې ۳۰ سپارښتنې عملي وبللې او نور یې نیمګړې وبللې."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د مسوولانو په خبره، د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د دوی سپارښتنو ته نه پاملرنه او د دغه وزارت لخوا د تړونونو په ورکړه کې ستونزې د دې لامل شوې چې ستر نړیوال پانګوال د کانونو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

XS
SM
MD
LG