د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۴

ارګ کې د جنسي ځورونې ادعاوې؛ د بشري حقونو کمېسیون یوه قضیه مستند کړې


د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې د جنسي ځورونې اته نورې قضیې هم مستندې شوې دي.
د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې د جنسي ځورونې اته نورې قضیې هم مستندې شوې دي.

د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ارګ کې د جنسي ځورونې د ادعاوو په تړاو د څېړنو په ترڅ کې تر اوسه یوه پېښه مستند شوې ده.

د دغه کمېسیون غړې شبنم صالحي د دوشنبې په ورځ (عقرب ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل، هغه پلاوی چې د ولسمشر د فرمان له مخې د دغو ادعاو د څېړلو په هدف ټاکل شوی و، دې نتیجې ته رسېدلی چې له مطرح شویو ادعاګانو د یوې په اړه یې سند موجود دی.

اغلې صالحي وویل، ټاکل شوي پلاوي په یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې د جنسي ځورونې اته نورې قضیې هم مستندې کړي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د کمېشنرې د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د جنسي ځورونې له ادعاو، پنځه په ولایتونو او څلور په کابل کې دي.

"موږ ۹ قضیې په درېیو میاشتو کې ترلاسه کړې دي چې موږ بیا دغه ۹ قضیې مستند سازي هم کړې، په ځینو قضیو کې موږ وتوانېدو چې د ثبوت وسایل پیدا کړو خو په ځینو کې نه."

که څه هم اغلې صالحې په دې اړه ډېر جزئيات نه ورکوي، خو وايي چې مستند شوي موارد د دولتي ادارو په بېلابېلو سطحو کې دي.

د نوموړې په خبره، د دغو قضیو دوسیې د څېړنو لپاره لوی څارنوالۍ ته هم استول کیږي.

شپږ میاشتې مخکې د افغانستان د ولسمشر پخواني امنیتي سلاکار حبیب الله احمدزي ادعا وکړه چې، په ارګ کې ځیني دولتي کارکونکي د فحشا د ترویج لپاره کار کوي.

ارګ دغه ادعا رد کړه خو وروسته یې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ یو پلاوی جوړ کړ، تر څو دغه ادعاوې وڅیړي.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالانې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه ګام ستايي خو ټینګار کوي چې دغه کمېسیون دې په قضايي ادارو کې هم ددغو دوسیو له څېړنو څارنه وکړي.

مدني فعاله حمیرا ثاقب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو دنده ددغو دوسیو د څېړنو څخه نظارت دی، ترڅو په قضا او لویې څارنوالۍ کې د یو شفاف بهیر له مخې و څیړل شي او مجرمین د قانونو منګولو ته وسپارل شي."

له دې وړاندې هم په دولتي ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه خپاره شوې وو چې پراخ غبرګونونه یې هم راوپارول.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې هم د نجونو د جنسي ځورونې راپورونه خپاره شول چې له امله یې ددغه فدراسیون رئیس کرام الدین کریم له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي شو.

XS
SM
MD
LG