د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

عبدالله: د ارګ په اړه وروستي راپورونه ټکان ورکوونکي دي، جدي دې وپلټل شي


د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه مشر په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې د جنسي خواهشاتو وروستي راپورونه ټکان ورکوونکي ګڼي او په جدي پلټو یې ټينګار کوي.

د حکومت اجرائیه مشر پر ارګ د فساد او فحشا خپرولو وروستیو ادعاوو ته په اشارې د شفافو، سملاسي او بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د ناستې له پیل مخکې رسنیو ته به خبرو کې وویل، که دا مسئله جدي ونه پلټل شي دا به د ښځو او جمهوري ریاست اعتبار ته لوی زیان ورسوي.

دی وايي:

"دا د ښځو روان حرکت ته د زیان رسولو پرته بل څه نه‌دي، دا مسئله باید په جدي او مستقلانه توګه وپلټل شي، څو افغانان ډاډ حاصل کړي او د جمهوري ریاست اعتبار ته زیان ونه رسوي."

اجرائیه رئیس دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب‌الله احمدزي په‌خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰ څخه کمې رأیې وړي وې، د ارګ له لوري د نامشروع اړیکو له‌ مخې ولسي جرګې ته کامیابې شوي دي.

حبیب‌الله احمدزي دغه شان ادعا کړې چې په ارګ کې ځینې کسان د فحشاوو د خپرولو لپاره په سېسټماتیک ډول کار کوي.

د ولسمشر پخوانۍ سلاکارې مریم وردګ هم د احمدزي دغه ادعا چې په ارګ کې اخلاقي فساد موجود دی، تأیید کړې ده.

خو مریم وردګ بیا تازه پر ټویټر یو لنډ ویډیويي پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خبرې تحریف شوي.

له بلې‌خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د احمدزي ادعا په شخصي اغراضو ولاړه ده او باید ثبوت یې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د جنرال حبیب‌الله احمدزي د دغو ادعاګانو په څېړلو ټینګار کوي چې ویلي یې دي، په ارګ کې اخلاقي فساد موجو دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د حبیب‌الله احمدزي څرګندونو ته په کتو، د هېواد له سیاسیونو غوښتي چې په اوسنیو شرایطو کې دې د ملي ګټو په فکر کې شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې:

  • که مدعي ونه توانېږي چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد وړاندې کړي، پر وړاندې به يې د قانون له مخې څه اجرأت کېږي؟
    د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی
    د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وايي:

"په‌دې حالت کې چې څوک د هېواد پر یو لوړ مقام دا شان ادعا مطرح کوي او هغه هم ناسمه وخېژي، حبس لري، جزا لري او باید تېره یې کړي."

له نوموړي سره بشپړه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00
مستقیم لېنک

که څه هم تردې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG