د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۵

مریم وردک وايي، د شویو ادعاوو په اړه یې خبرې تحریف شوي


د افغان حکومت یوه مخکینۍ سلاکاره مریم وردک
د افغان حکومت یوه مخکینۍ سلاکاره مریم وردک

په ځینو رپوټونو کې راغلي و چې مریم وردک د ولسمشر د پخواني سلاکار جنرال حبیب‌الله احمدزي هغه ادعاوې تأیید کړې وې چې په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې جنسي خواهشات کېږي.

مریم وردک د افغانستان د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سټراتيژيکو اړیکو مشره سلاکاره وه.

هغې د یکشنبې په ماښام په‌دې اړه پر ټویټر یو لنډ ویډیويي پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خبرې تحریف شوي.

د اغلې وردک دا لنډ ویډیويي پيغام له اریانا ټلوېزیون څخه د هغې د تازه مرکې یوه برخه ده.

"زما مصاحبه په ټولنیزو رسنیو کې تحریف شوې ده. هیله مې دا ده چې زما د مصاحبې انګلیسي متن باید واورېدل شي. زما اصلي هدف د جنرال احمدزي د خبرو په مورد دا و چې دا خبرې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي."

مریم وردک له «WION» هندي ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې د شنبې په شپه خپره شوه، د ولسمشر اشرف غني د یوه پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د ادعا په اړه چې ویلي یې دي په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې جنسي خواهشات کېږي تبصره کړې وه.

هغې بیا په‌دې مرکه کې ویلي چې له ارګه څوک د خبرو لپاره زړه نه‌شي ښه کولای او ښايي د دې پر ضد هم کمپاین وچلېږي.

د ولسمشر اشرف غني پخواني سلاکار جنرال حبیب‌الله احمدزي له خورشید ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې ځینې وزیران، د ولسمشر سلاکاران او د ولسي جرګې وکیلان د فحاشۍ په ترویج کې لاس لري.

خو ارګ ماڼۍ شدید غبرګون ښودلی دی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند محمد هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د جنرال حبیب الله احمدزي خبرې بې بنسټه دي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند محمد هارون چخانسوري
د ولسمشر اشرف غني ویاند محمد هارون چخانسوري

دی وايي:

"ښاغلي احمدزي چې هغه ادعاوې کړي. ټولې بې بنسټه او دروغ دي. په شخصي اغراضو باندې استوار دي. د جمهوري ریاست حقوقي ټیم د لویې څارنوالۍ له ادارې سره تماس نیسي او د دوی څخه غوښتنه کوي چې له احمدزي وغواړي چې د خپلو ادعاو په اړه اسناد او ثبوت وړاندې وکړي."

چخانسوري وویل چې حبیب‌الله احمدزي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ناکامه شوی او له دې چې بیا په ارګ کې مقرر نه‌شو دا ادعاوې یې کړي.

د ولسمشر ویاند د خپلو خبرو په پای کې یو وار بیا د جنرال حبیب الله احمدزي خبرې او د ملي امنیت شورا د یوې پخوانۍ سلاکارې مریم وردک له‌خوا د هغه د خبرو تأیید بې بنسټه وباله او ویې ویل چې څارنوالۍ به دوی دواړه جلب کړي.

د افغانستان په دولتي ادارو کې تردې مخکې هم د اخلاقي فساد په اړه رپوټونه خپاره شوي چې د خلکو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوي.

تر ټولو لویه او وروستۍ بېلګه یې د فوټبال د ملي ټيم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونۍ قضیه وه چې له امله یې د دغه فدراسیون مشر او ګڼ چارواکي له دندو لېرې او څارنوالۍ ته معرفي شول.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG